د رواد د ژباړې مرکز — 65
3:116 بېشکه هغوی چې کفر یې وکړ نو مالونه او اولادونه به یې هېڅکله هم د الله (له عذابه) هېڅ شی ترې ایسار نه کړی شي، او دوی د اور والا دي، په هغه کې به تلپاتې وي.
3:117 د هغه لګښت مثال چې د دنيا په دغه ژوند كې يې كوي، هغه باد ته ورته دى چې پكې سخت ساړه (يا اور) وي او د هغو خلكو كښت ته ورسي چې پرځانو يې ظلم كړى نو (ټول يې) تباه كړي، او الله خو ظلم نه دى پرې كړى بلكې خپله يې پر ځانو ظلم كاوه.
3:118 اى مومنانو! له خپلو (مومنانو) پرته مو څوك د راز ملګرى مه نيسئ، د هيڅ فساد او ضرر كمى او سپما درباندې نه كوي، هغه څه خوښوي چې تاسو پرې كړيږئ، دښمني يې له خولو هم څرګنده شوې خو څه يې چې سينې پټ ساتي تر دې هم ستر دي، دا دى تاسو ته مو نښې (د نفاق) بيان كړې، كه چېرې تاسو عقل كاروئ.
3:119 خبردار تاسي اې هغو (مومنانو) چې دوی خوښوئ خو دوى تاسو نه خوښوي او تاسو پر ټولو كتابو ايمان هم لرئ، او چې درسره مخامخ شي، وايي موږ ايمان لرو خو كله چې ګوښي شي نو پر تاسي د ډېرې غوسې له لاسه خپلې ګوتې چيچي، ورته وايه (ځئ)، له ډېرې غوسې دې ومرئ، بېشكه الله پر هغه څه پوه دى چې په سينو كې دي.
3:120 كه څه ښه والى در ورسي نو خپه يې كړي، او كه څه كړاو در ورسي نو پرې خوښيږي، او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو بيا يې چل ول كوم تاوان نه در رسوي، يقيناً دوى چې څه كوي (د) الله (علم او قدرت) ترې راچاپېر دى.
3:121 او کله چې سهار له کوره ووتې، او مومنان دې مورچلو کې جګړې ته ځای پرځای کول، او الله ښه پوه اورېدونکی دی.