>

د رواد د ژباړې مرکز — 62

3:92 تر هغه به نېکۍ ته ونه رسئ څو چې له خپلو ګرانو شيانو مو څه خيرات كړي نه وي او كوم شى چې تاسو يې لګوئ (د الله په لاركې) نو الله ښه ورباندې پوه دى.

3:93 ټول خواړه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه څه چې اسرائیل (یعقوب علیه السلام) پر ځان حرام كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل شي، ووایه: نو تاسي تورات راوړئ، بيا یې ولولئ، كه تاسو رښتیني یاست.

3:94 نو چا چې پس له دې پر الله تعالی دروغ وتړل، همغوی ظالمان دي.

3:95 ووایه: الله رښتیا ویلي نو د ابراهيم د دین متابعت وکړئ چې حق پلوی ؤ، او له مشرکانو څخه نه ؤ.

3:96 بېشکه لومړنی کور چې خلکو ته جوړ شوی (عبادت لپاره) هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتي او ټولو خلکو ته لارښود دی.

3:97 په دې (کوټه) کې ښکاره نښې دي (ځینې يې) مقام د ابراهیم دی، او هر څوک چې ننووت دې (کعبې) ته، نو په امن کې شو او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې الله له ټولو عالمیانو بې نیازه دی.

3:98 ووایه: اې اهل کتابو! ولې د الله پر آیاتونو (قرآن) کفر کوئ، او تاسې چې څه کوئ الله پرې شاهد (خبر) دی.

3:99 ووایه: ای اهل کتابو! ولې د الله له لارې هغه څوک ایساروئ چې ایمان یې راوړی او کوږوالی ورته لټوئ حال دا چې تاسو شاهدان یاست، او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی.

3:100 ای مومنانو! که د اهل کتابو د کومې ډلې پېروي مو وکړه نو له خپل ایمان راوړلو وروسته به مو بیرته کافران کړي.