>

د رواد د ژباړې مرکز — 603

109:1 ووايه! اې کافرانو!.

109:2 زه هغه نه لمانځم چې تاسي يې لمانځئ.

109:3 او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.

109:4 او نه زه د هغه څه لمانځونکی يم چې تاسو يې لمانځئ.

109:5 او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.

109:6 ستاسو لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين دی.

110:1 کله چې د الله مرسته او بريا راشي.

110:2 او خلک ووينې چې د الله په دين کې ډلې ډلې داخليږي

110:3 نو بيا د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه او بخښنه ترې غواړه، بېشکه هغه ډېر بخښونکی دی.

111:1 د ابولهب دواړه لاسونه مات او هغه په خپله تباه شو.

111:2 نه يې مال څه (عذاب) ترې ايسارکړ او نه يې ګټې.

111:3 ډېر ژر به د لمبووالا اور ته ور ننوځي.

111:4 او مېرمن يې هم چې د خسو خشاکو وړونکې وه.

111:5 چې د خرماوو د پاڼو رسۍ به يې پر غاړه وي.