>

د رواد د ژباړې مرکز — 602

106:1 د قريشو د الفت له امله.

106:2 د دوی مینه د ژمي او اوړي د چکر سره.

106:3 نو په کار ده چې د دغه کور د رب عبادت وکړي.

106:4 هغه چې په لوږه کې يې خواړه ورکړل او له وېرې يې په امن کړل.

107:1 آيا هغه دې وليدی چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.

107:2 دا همغه دی چې يتيم شړي(ټېلې ورکوي).

107:3 او بې وزله ته په خوراک ورکولو هڅونه نه کوي.

107:4 نو د داسې لمونځ کوونکو لپاره تباهي ده.

107:5 هغه کسان چې هغوی خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي.

107:6 هغه كسان چې ځان ښودنه (ریاكاري) كوى.

107:7 او د اړتيا توکي له خلکو منع کوي.

108:1 بېشکه موږ تاته ډېر خير درکړی.

108:2 نو د خپل (هماغه) پالونکي لپاره لمونځ او قرباني وکړه.

108:3 بېشکه ستا دښمن بې څټې دی.