>

د رواد د ژباړې مرکز — 601

103:1 پر مازديګر قسم.

103:2 یقینا انسان خامخا په تاوان کې دی.

103:3 مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او پر حق يې سپارښتنه کړې ده او پر صبر يې سپارښتنه کړې ده.

104:1 تباهي ده هر پېغور ورکوونکي او پسې شا بد ويونکي لره.

104:2 هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی.

104:3 ګومان کوي چې (دا) مال به يې تل ژوندی وساتي.

104:4 هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي.

104:5 او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی.

104:6 د الله بل کړل شوی اور دی.

104:7 همغه چې پر زړونو به ورخېژي.

104:8 بېشکه هغه پر هغوی را ايسار کړل شوی دی.

104:9 په اوږدو ستنو کې.

105:1 ايا ودې نه ليدل چې ستا پالونکي د فيل پر څښتنانو څه وکړل.

105:2 آيا د هغوی چل يې ور شنډ نه کړ.

105:3 او سېل سېل مرغان يې پرې ور واستول.

105:4 هغوی به د پخې شوې خټې پر ډبرو وېشتل.

105:5 چې د خوړل شويو وښو غوندې يې کړل.