د رواد د ژباړې مرکز — 600
100:6 بېشکه چې انسان د خپل پالونکي ډېر ناشکره دی.
100:7 او هغه په خپله هم پرې هرومرو شاهد دی.
100:8 او بېشکه هغه د مال په مينه کې ډېر تکړه دی.
100:9 آيا هغه نه پوهيږي کله (به) چې هغه څه راپورته کړی شي کوم چې په قبرونو کې دي.
100:10 او را ښکاره به شي څه چې په سينو کې دي.
100:11 بېشکه په هغه ورځ به يې پالونکی ښه پرې خبر وي.
101:1 (د زړونو) ټکوونکی.
101:2 څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟
101:3 او څه پوهه کړې ته چې څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟
101:4 هغه ورځ ده چې خلک به د خورو ورو پتنګانو غوندې وي.
101:5 او غرونه به د شيندل شويو رنګه وړيو غوندې وي.
101:6 نو بيا چې د چا تلې درنې شي.
101:7 نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي.
101:8 او د چا چې تلې سپکې شي.
101:9 نو د هغه د ورتګ ځای به ژوره کنده وي.
101:10 او ته څه خبر يې چې هغه څه ده.
101:11 سور اور دی.
102:1 تاسو زياتولو بې پروا کړي ياست.
102:2 تردې چې قبرونو ته ورسېږئ.
102:3 نه داسې نه ده، ژر به تاسي پوه شئ.
102:4 بيا هيڅکله داسې نه ده، ژر به پوه شئ.
102:5 هيڅکله نه، که تاسي په يقيني پوهه پوهېدلای.
102:6 تاسي به هرومرو دوزخ ووينئ.
102:7 بيا به هرومرو د يقين په سترګو هغه ووينئ.
102:8 بيا به هرومرو تاسي په هغه ورځ د (دغو) نعمتونو په اړه وپوښتل شئ.