>

د رواد د ژباړې مرکز — 599

98:6 بېشکه هغه کسان چې له اهل کتاب او مشرکانو څخه يې کفر کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي.

98:7 بېشکه هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی تر ټولو ښه خلک دي.

98:8 د خپل پالونکي په وړاندې يې بدله داسې د تل اوسېدو جنتونه دي چې لاندې به ترې ويالې بهيږي، په هغو کې به تل اوسېدونکي وي، الله له هغوی راضي دی او هغوی له الله راضي دي، دا د هغه چا لپاره چې له خپل پالونکي وېرېدلی وي.

99:1 کله چې ځمکه په خپلو سختو خوځولو وخوځوله شي.

99:2 او ځمکه خپل درانه پيټي را وباسي.

99:3 او انسان ووايي چې پر دې څه شوي دي.

99:4 همغه ورځ به هغه خپل خبرونه بيانوي.

99:5 ځکه چې ستا پالونکي هغې ته امر کړی دی.

99:6 په هغه ورځ به خلک ډلې ډلې ورګرځي ترڅو يې خپل عملونه ور وښودل شي.

99:7 نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني.

99:8 او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړی وي هغه به وويني.

100:1 پر سختو ځغلېدونکو آسونو قسم.

100:2 بيا پر اور ویستونکو د پښو وهلو سره.

100:3 بيا په سباوون کې پر يرغل کوونکو قسم.

100:4 بيا دوړې پرې جګې کړي.

100:5 او د ټولي منځته ځان ننباسي.