>

د رواد د ژباړې مرکز — 598

96:13 آيا پام دې دی که هغه سړی درواغ ګني يا مخ اړوي.

96:14 آيا هغه نه پوهيږي چې الله هرڅه ويني.

96:15 هيڅکله نه، داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې هرومرو د تندي له وېښتانو را ونيسو.

96:16 له درواغجن خطا کار تندي څخه.

96:17 بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي.

96:18 زر ده چې موږ به هم د عذاب پرېښتې را وغواړو.

96:19 نه؛ داسې نه ده د هغه خبره مه منه، (اوخپل الله ته) سجده کوه، ور نېږدې شه.

97:1 بېشکه موږ هغه (قرآن) د قدر په شپه نازل کړی دی.

97:2 او ته څه پوه يې چې د قدر شپه څه ده.

97:3 د قدر شپه له زرو مياشتو غوره ده.

97:4 په هغې کې پرېښتې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر (ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي.

97:5 هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې.

98:1 له اهل کتاب او مشرکانو څخه چې چا کفر کړی و، هغوی (له خپله کفره) نه وو بېلېدونکي ترڅو چې يو ښکاره دليل ورته راشي.

98:2 یعني د الله له لوري يو رسول چې پاکې صحيفې تلاوت کوي.

98:3 چې په هغو کې ښې سمې ليکنې وي.

98:4 او چاته چې کتاب ورکړل شوی و، هغوی سره بېل نه شول، مګر وروسته تر هغه چې څرګند دليل ورته راغی.

98:5 او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی.