>

د رواد د ژباړې مرکز — 597

94:3 هغه چې ستا ملا يې درنه کړې وه.

94:4 او ستا ذکر(ياد) مو درته اوچت کړ.

94:5 نو بېشکه له سختۍ سره آسانتيا هم شته.

94:6 بېشکه چې له سختۍ سره آساني هم شته.

94:7 نو کله چې وزګار وې، ځان ستړی کړه.

94:8 او د پالونکي لوري ته دې مخه کړه.

95:1 قسم دی پر انځر او ښوون.

95:2 او پر طور سينا (غره) قسم.

95:3 اوپه دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندې.

95:4 په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صوررت کې پيداکړی دی.

95:5 بيا مو تر ټولو لاندېنيو لاندې وګرځولو.

95:6 مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي، چې د هغوی لپاره نه ختمېدونکې بدله ده.

95:7 نو له دې وروسته دې د بدلې (د ورځې) په اړه څه شی درواغجنوي.

95:8 ايا الله تر ټولو حاکمانو ښه حاکم نه دی؟

96:1 ولوله د خپل هغه پالونکي پر نوم چې پيدا يې کړ.

96:2 انسان يې د وينې له ټوټې پيداکړ.

96:3 ولوله! او ستا پالونکی ډېر مهربانه دی.

96:4 هغه چې پر قلم يې ښوونه ورکړه.

96:5 انسان يې پر هغه څه پوه کړ چې نه پرې پوهېدلو.

96:6 نه داسې نه ده، انسان هرومرو سرکښي کوي.

96:7 کله چې ځان مالدار وویني.

96:8 بېشکه ستا د پالونکي لوري ته ورګرځېدل دي.

96:9 آيا هغه څوک دې ليدلی چې ايساروي.

96:10 بنده لره کله لمونځ کوي.

96:11 آيا ته يې وينې که هغه پر سمه لار وي.

96:12 آو يا پر ځان ساتنه (تقوا) امر کوي.