د رواد د ژباړې مرکز — 595
90:19 او هغه کسان چې زموږ له آیتونو منکر دي همدوی د کيڼ لاس څښتنان دي.
90:20 پر هغوی به ايسار شوی اور (مقرر) وي.
91:1 قسم دی پر لمر او د هغه پر غرمو.
91:2 او پر سپوږمۍ قسم چې ور پسې راشي.
91:3 او په ورځ قسم چې هغه (لمر) څرګند کړي.
91:4 او په شپه قسم چې کله هغه وپوښي.
91:5 او په اسمان قسم او په هغه ذات قسم چې جوړ کړی یې دی.
91:6 او په ځمكه او په هغه ذات چې غوړولې يې ده.
91:7 او پر (انساني) نفس او هغه ذات قسم چې برابر کړی يې دی.
91:8 نو ښودلې یې ده هغه ته لار د بدۍ او د تقوا.
91:9 په رېښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان).
91:10 او په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوك چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې).
91:11 ثموديانو په خپله سرکښۍ هغه درواغ وباله.
91:12 کله چې تر ټولو بدمرغه سړي يې ترپ کړل.
91:13 نو د الله رسول ورته وويل پرېږدئ د الله اوښه او د هغې د څښاک نوبت.
91:14 خو هغوی درواغجن وګڼلو او اوښه يې ووژله، بيا نو د هغوی پالونکي سخت عذاب پرې راکوز کړ د هغوی د ګناه له امله يې ټول سره يو برابر کړل.
91:15 او هغه يې له پايلې څخه نه وېريږي.
92:1 قسم دی پر شپه کله چې را خپره شي.
92:2 او په ورځ قسم کله چې رڼا شي.
92:3 او د نارينه او ښځينه په پيدايښت قسم.
92:4 بېشکه ستاسو هڅې راز راز دي.
92:5 نو هغه څوک چې ور یې کړ حق او تقوا یې وکړه.
92:6 او ښه خبره يې رېښتيا وبلله.
92:7 نو خامخا اسانه به کړو هغه لار د اسانۍ.
92:8 او چاچې بخيلي وکړه او (له خپل الله يې) بې پروايي وکړه.
92:9 او ښه خبره يې درواغ وګڼله.