د رواد د ژباړې مرکز — 594
89:23 او په هغه ورځ چې دوزخ هم راوستل شي، په همغه ورځ به انسان ته نصيحت ور ياد شي خو بيا د هغه لپاره پوهېدل څه ګټه نه لري.
89:24 وايي به کاشکي مې د خپل ژوندانه لپاره مخکې را لېږلي وای.
89:25 نو په هغه ورځ به د الله غوندې عذاب هيڅوک هم نه ورکوي.
89:26 او نه به څوک د هغه غوندې تړل کوي.
89:27 اې ډاډمن نفسه (ځانه)!.
89:28 وګرځه د خپل رب لورې ته خوشحاله، خوشحاله کړی شوی.
89:29 بيا زما په (نېکو) بندګانو کې ور ننوځه.
89:30 او زما جنت ته ننوځه.
90:1 زه لوړه کوم پردې ښار (مکه).
90:2 او ته (د هرې کړنې پر کولو) ازاد یې پدې ښار کې.
90:3 او قسم دی په پلار او په هغه چا چې اولاد یې دی.
90:4 بېشکه انسان مو په سختۍ کې پيدا کړی.
90:5 آيا هغه انګېري چې هيڅوک به پرې برلاسی نه شي.
90:6 وايي به ما زښته ډېر مال برباد کړ.
90:7 ايا ګومان کوي چې هيچا هغه نه دی ليدلی.
90:8 آيا هغه ته مو دوې سترګې نه دي ورکړې.
90:9 او يوه ژبه او دوې شونډې.
90:10 او دوې څرګندې لارې مو ورته ښودلې دي.
90:11 خو هغه د سخت پېچومي زيار ونه اېستلو.
90:12 او ته څه خبر يې چې هغه پېچومی څه دی.
90:13 د غاړې خلاصول دي (له غلامۍ څخه).
90:14 او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي.
90:15 کوم خپلوۍ والا يتيم ته.
90:16 او په خاورو سپېره کوم بې وزله ته.
90:17 بيا له هغو کسانو وي چې ايمان يې راوړی وي او يو بل ته په زغم او مهربانۍ وصيت کوي.
90:18 دا خلک د ښي اړخ څښتنان دي.