>

د رواد د ژباړې مرکز — 593

88:23 پرته له هغه چا چې مخ واړوي او ګقر کوي.

88:24 نو هغه ته به الله سزا ورکړي ښه لويه سزا.

88:25 بېشکه د هغوی را ګرځېدل زموږ لوري ته دي.

88:26 بيا بېشکه حساب هم زموږ پر غاړه دی.

89:1 قسم دی پر سهار.

89:2 او پر لسو شپو.

89:3 او پر جفت او تاق.

89:4 او پر شپه کله چې روانه وي.

89:5 آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟

89:6 ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.

89:7 ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.

89:8 هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.

89:9 او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.

89:10 او د ميخونو والا فرعون سره.

89:11 هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.

89:12 او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.

89:13 نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.

89:14 په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.

89:15 خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.

89:16 او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.

89:17 هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.

89:18 او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.

89:19 او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.

89:20 او مال ډېر زيات خوښوئ.

89:21 هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.

89:22 او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.