>

د رواد د ژباړې مرکز — 592

87:11 او ډډه به ترې کوي څوک چې ډېر بدبخته وي.

87:12 هغه چې لوی اور ته ننوځي.

87:13 بيا به نه پکې مري او نه به ژوند کولای شي.

87:14 په حقيقت کې هغه څوک بريالی شو چې پاک شو.

87:15 او د خپل پالونکي نوم یې ياد کړ او لمونځ يې وکړ.

87:16 خو تاسې د دنيا ژوند غوره ګڼئ.

87:17 او حال داچې آخرت غوره او پايېدونکی دی.

87:18 دغه خبرې په رېښتيا په پخوانيو صحيفو کې هم وې.

87:19 (يعني) د ابراهيم او موسی په صحيفو کې.

88:1 آیا تا ته د هغه پټوونکي (آفت) خبر رسېدلی؟

88:2 په هغه ورځ به ځينې مخونه سپک (ذلیل) وي.

88:3 سخت زيار اېستونکي ستومانه به وي.

88:4 سره اور ته به ور ننوځي.

88:5 له خوټېدونکې چينې به (اوبه) ورڅښل کيږي.

88:6 د هغوی لپاره به له ترخه اغزي لرونکي بوټي پرته بل خواړه نه وي.

88:7 نه چاغوي او نه لوږه له منځه وړي.

88:8 او ځينې مخونه هغه ورځ خوشحاله وي.

88:9 خپلو هڅو ته به خوشحاله وي.

88:10 په لوړ جنت کې به وي.

88:11 چټيات به پکې نه اوري.

88:12 په هغو کې روانه (بهېدونکې) چينه وي.

88:13 اوچت اوچت تختونه پکې دي.

88:14 او ډکې (اېښودل شوې) پيالې به وي.

88:15 او کتار بالښتونه به وي.

88:16 او غوره فرشونه به وي.

88:17 ایا هغوی اوښانو ته نه ګوري چې څنګه پیدا کړل شوي دي.

88:18 او اسمان ته چې څنګه اوچت کړل شوی دی.

88:19 او غرونو ته چې څنګه درول شوي دي.

88:20 او ځمکې ته چې څنګه غوړول شوې ده.

88:21 نو نصیحت کوه! ته خو یوازې نصیحت کوونکی یې.

88:22 ته پر هغوی جبر کوونکی نه يې.