د رواد د ژباړې مرکز — 591
86:1 په اسمان او د شپې په راتلونکي قسم.
86:2 او ته څه خبر يې چې د شپې راتلونکی څه دی.
86:3 ځلېدونکی ستوری دی.
86:4 هيڅوک داسې نشته چې پر هغو دې يو ساتونکی نه وي.
86:5 نو انسان دې وګوري چې له څه پيدا شوی دی.
86:6 له ټوپ وهونکو اوبو پيدا دی.
86:7 چې د شا او سينې د هډوکو له منځه راوځي.
86:8 بېشکه هغه (الله) يې پر بيا پيدا کولو ځواکمن دی.
86:9 په کومه ورځ چې پټ شيان رابرسېره کړل شي.
86:10 بيا به نه څه (خپله زور) لري او نه مرستندوی.
86:11 او قسم دی پر آسمان؛ راګرځیدونکي (په اورښت سره).
86:12 او پر چاودېدونکې ځمکه قسم.
86:13 بېشکه هغه يوه بېلوونکې وينا ده.
86:14 او څه ټوکه او مسخره نه ده.
86:15 بېشکه هغوی چل کوي چل.
86:16 او زه هم تدبیر(پلان) کوم تدبیر.
86:17 نو کافرانو ته مهلت ورکړه او لږ يې پرېږده.
87:1 د خپل ډېر اوچت پالونکي د نوم پاکي دې بيانوه.
87:2 هغه چې پيداکړي او برابر کړي يې دي.
87:3 او هغه چې تقدير يې وټاکلو بيا يې لارښوونه وکړه.
87:4 او هغه چې شنه ګيا يې را واېستله.
87:5 بيا يې وچ تور وګرځول.
87:6 دا دی موږ يې درباندې لولو بيا به يې نه هېروې.
87:7 مګر داچې الله وغواړي بېشکه هغه پر ښکاره هم پوهيږي او پر هغه څه هم چې پټ دي.
87:8 او تا ته به د اسانۍ لار اسانه کړو.
87:9 نو نصیحت وکړه که نصیحت څه ګټه کوي.
87:10 څوک چې وېريږي ژر به هغه نصيحت ومني.