>

د رواد د ژباړې مرکز — 590

84:25 مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده.

85:1 پر برجونو والا اسمان قسم.

85:2 او د ژمنې (ټاکل شوې) په ورځ قسم.

85:3 او (قسم) پر شاهدي ورکوونکي او هغه چا چې شاهدې پرې ورکړل شوې ده.

85:4 تباه کړی شول، کېندونکي د کندو.

85:5 د ډېرو خشاک لرونکو اور والا.

85:6 هغه مهال چې هغوی (د کندو پر غاړو) ناست وو.

85:7 او هغوی چې پر مومنانو څه کول د هغو ليدونکي وو.

85:8 او له هغو سره يې په بل څه بدي نه وه، مګر دا چې هغوی پر برلاسي ستايل شوي الله ايمان راوړی و.

85:9 هغه ذات چې د اسمان او ځمکې پاچايي هغه لره ده، او الله پر هر څه حاضر ليدونکی دی.

85:10 بېشکه هغه کسان چې مومنان او مومنانې يې کړولي دي بيا يې توبه هم نه ده اېستلې، هغوی لره د دوزخ سزا ده او هغوی لره د سوځولو عذاب دی.

85:11 بېشکه چا چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره داسې باغونه دي چې ترې لاندې به یې ويالې بهيږي او دا ستره بريا ده.

85:12 بېشکه ستا د پالونکي نيونه ډېره سخته ده.

85:13 بېشکه هغه لومړی ځل پيداکوي او بيا يې راګرځوي.

85:14 او هغه بخښونکی مينه ناک دی.

85:15 د عرش څښتن مرتبې والا دی.

85:16 څه چې غواړي د هغه ښه ترسره کوونکی دی.

85:17 ايا د لښکرو خبر درته رسېدلی دی؟

85:18 د فرعون او ثمود.

85:19 بلکې چا چې کفر کړی هغوی په دروغ ګڼلو کې دي.

85:20 حال دا چې الله پر هغوی له هر لوري چاپېر دی.

85:21 بلکې هغه قرآن د لوړې مرتبې والا دی.

85:22 په خوندي ساتل شوې تخته کې دی.