>

د رواد د ژباړې مرکز — 59

3:71 اى اهل كتابو! ولې حق د باطل سره ګډوئ؟ او حق پټوئ او حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ.

3:72 له اهل كتابو يوه ډله وايي چې د ورځې په سر کې هغه څه ومنئ چې پر مومنانو نازل شوي، او د ورځې په پای کې پرې کافر شئ؛ ښايي دوی هم ترې بېرته راوګرځي.

3:73 او له هغه پرته چې ستاسو د دين متابعت يې كړى، په بل چا باور مه كوئ، ورته وايه بېشكه هدايت خو همدا د الله هدايت دى، دا چې يو چاته هغه څه وركړ شي چې تاسو ته دركړى شوي، يا دا چې د خپل رب پر وړاندې مو حجت درباندي راوړي، ورته وايه: (دا) فضل (لورينه) د الله په لاس ده، چاته يې چې غواړي وركوي يې او الله ډېر پوه د پراخۍ والا دى.

3:74 څوک چې وغواړي د خپلې لورینې (رحمت) لپاره یې ځانګړی (غوره) کوي، او الله د ستر فضل خاوند دی.

3:75 او له اهل كتابو ځينې هغه دي چې كه په يوه خزانه يې امين كړې هم بېرته به يې درسپاري، او ځينې يې هغه څوك دي چې كه په يو دينار يې امين كړې نو هم بېرته يې نه درسپاري مګر كه تل پرې ولاړ وې، دا ځكه چې دوى ويل: په دې اميانو كې پرموږ څه ګناه نشته او پر الله دروغ وايي او دوى (ښه) پوهيږي.

3:76 داسې نه ده؛ هر چا چې خپله وعده (ژمنه) پوره کړه او ځان یې وساته نو بېشکه الله هم متقیان خوښوي.

3:77 بېشكه هغوى چې د الله په ژمنه او خپلو قسمونو لږه بيه پيري، دې خلكو ته نه په اّخرت كې څه برخه شته، نه به الله خبرې ورسره كوي نه به د قيامت په ورځ ورګوري، نه به يې پاكوي او دوى لپاره دردناك عذاب دى.