>

د رواد د ژباړې مرکز — 589

83:34 نو نن به هغه کسان چې ايمان يې راوړی پر کافرانو پورې خاندي.

83:35 پر تختونو به ناست د هغوی ننداره کوي.

83:36 آیا کافرانو ته د هغه څه ثواب ورکړل شو چې کول يې؟

84:1 کله چې اسمان وچوي.

84:2 او د خپل پالونکي حکم واوري او ومني او هغه د همدې وړ دی.

84:3 او کله چې ځمکه وغوړول شي.

84:4 او څه چې پکې دي هغه را وغورځوي او خالي شي.

84:5 او د خپل پالونکي حکم واوري او ومني او هغه د همدې وړ دی.

84:6 اې انسانه! پرته له شکه خپل پالونکي ته په زيار اېستلو سره زيار اېستونکی يې او بيا ور سره مخامخ کېدونکی يې.

84:7 نو چاته چې عملنامه يې په ښي لاس ورکړل شوه.

84:8 نو ژر به له هغه سره اسانه حساب وشي.

84:9 او (جنت کې به) خپلې کورنۍ ته خوشحاله ور ستنيږي.

84:10 او چاته چې يې عملنامه له څټه ورکړل شوه.

84:11 نو ژر به مرګی (هلاکت) وغواړي.

84:12 او بلو لمبو ته به ور ننوځي.

84:13 پرته له شکه هغه په خپله کورنۍ کې خوشحاله و.

84:14 هغه ګومان کولو چې بېرته به ور ستون نه شي.

84:15 ولې نه، پرته له شکه د هغه پالونکی ورباندې ليدونکی و.

84:16 خو نه زه پر شفق (سوروالی د ماښام) لوړه کوم.

84:17 او پر شپه او څه چې هغې را غونډ کړي دي.

84:18 او پر سپوږمۍ چې کله بشپړه شي.

84:19 چې تاسي به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ.

84:20 نو پر هغوی څه شوي چې ايمان نه راوړي.

84:21 او کله چې قرآن پرې لوستل کيږي سجده نه کوي.

84:22 بلکې چا چې کفر کړی هغه دروغ ګڼي.

84:23 او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې را غونډوي.

84:24 نو هغوی ته د دردوونکې عذاب زېری ورکړه.