>

د رواد د ژباړې مرکز — 588

83:5 يوې لويې ورځې ته.

83:6 په کومه چې به خلک د ټولو کايناتو پالونکي ته دريږي.

83:7 هيڅکله نه، پرته له شکه د بې لارې خلکو عملنامې به د بندې خونې په (کتاب)کې وي.

83:8 او ته څه خبر يې چې د زندان هغه دفتر څه دی.

83:9 يو ليکلی کتاب دی.

83:10 په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته تباهي ده.

83:11 هغه کسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.

83:12 او هغه دروغ نه ګڼي پرته له تيري کوونکي ګناهګار څخه.

83:13 کله چې زموږ ایتونه پرې لوستل کيږي وايي د پخوانيو کيسې دي.

83:14 هيڅکله نه، د هغوی پر زړونو هغه څه زنګ اچولی چې هغوی به کول.

83:15 هيڅکله نه، پرته له شکه هغه ورځ به هغوی د خپل پالونکي له ليدلو بې برخې وي.

83:16 بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي.

83:17 بيا به وويل شي: دا هغه څه دي چې تاسې دروغ ګڼل.

83:18 داسې نه ده، د نېکانو عملنامې به هرومرو په عليين کې وي.

83:19 او ته څه خبر يې چې عليين څه دی.

83:20 يو ليکل شوی کتاب دی.

83:21 چې يوازې يې مقربې پرېښتې ليدنه کولای شي.

83:22 پرته له شکه نېکان په نعمتونو کې وي.

83:23 پر تختونو باندې به وي ګورې به.

83:24 په مخونو کې به يې د نعمتونو تازه ګي پېژنې.

83:25 پر هغوی به سوچه مهر کړل شوي شراب څښل کيږي.

83:26 مهر به يې مشک وي، او په همدې کې دې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي.

83:27 او ګډون به يې له تسنيم (چینې څخه) وي.

83:28 دا يوه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي.

83:29 بېشکه هغو کسانو چې جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې خندل چې ايمان يې راوړی وو.

83:30 او کله به چې پر هغوی تېرېدل؛ نو يو بل ته به يې سترګکونه وهل.

83:31 او خپلو کورونو ته به چې ور ستنېدل خوشحاله به ورستنېدل.

83:32 او کله به يې چې هغوی (مسلمانان) وليدل ويل به يې: په رېښتيا چې دغه خلک لار ورکي شوي دي.

83:33 حال دا چې هغوی پرې څارونکي نه وو لېږل شوي.