د رواد د ژباړې مرکز — 585
80:1 وچولی یې تریو شو او مخ يې واړوه.
80:2 لدې امله چې ړوند ورته راغی.
80:3 او ته څه خبر يې ښايي هغه پاك شي.
80:4 يا پند واخلي او نصيحت څه ګټه ورته ورسوي.
80:5 خو څوك چې بې پروايي كوي.
80:6 نو ته ورپسې يې.
80:7 او نشته پر تا باندې ګناه که دی پاک نشې.
80:8 او هغه څوک چې راغلی دی تا ته منډي وهي.
80:9 او هغه وېريږي هم.
80:10 نو ته له هغه نه بې پروایې کوې.
80:11 هيڅكله نه، دا خو يو نصيحت دى.
80:12 نو د چا چې خوښه شي دا دې یاد کړي.
80:13 هغه په عزتمنو پاڼوكې (نغښتی) دی.
80:14 پورته کړی شوي دي، پاکې ساتلی شوي دي.
80:15 په لاسونو د لیکونکو ملایکو.
80:16 چې عزتمندې او نېکې دي.
80:17 تباه دې شي (دروغ ګڼونکی)انسان څومره غټ کافر دی.
80:18 له څه شي يې پيدا كړى دى؟
80:19 له يو څاڅكي (مني) څخه يې پيداکړ بيايې د هغه برخليك وټاكلو.
80:20 بيايې لار ورته آسانه كړه.
80:21 بيا يې هغه مړ كړ او قبر ته يې ورسولو.
80:22 بيا كله چې وغواړي نو را پورته به کړي ده لره.
80:23 هيڅكله نه، هغه لا هغه څه نه دي ترسره كړي چې الله ورته امر كړى.
80:24 نو انسان دې خپلو خوړو ته وګوري.
80:25 چې موږ ښې (پرېمانه) اوبه راتويې كړې دي.
80:26 بيا مو زمكه چولې (څيرلې) ده.
80:27 او په هغې كې مو (غلې) دانې را زرغونې كړې دي.
80:28 او انګور او سابه.
80:29 او زيتون او خرماوې.
80:30 او ګڼ ګڼ باغونه.
80:31 او مېوې او شينې ګیاوې.
80:32 ستاسي او ستاسي د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.
80:33 نو كله چې هغه كڼوونكې چيغه راشي.
80:34 هغه ورځ چې انسان به له خپله وروره تښتي.
80:35 او له خپلې مور او پلاره.
80:36 او له مېرمنې او زامنو يې.
80:37 د هغوى د هر سړي به هغه ورځ داسې حالت وي چې (له نورو يې) بې پروا كوي.
80:38 ځينې مخونه به هغه ورځ روښانه وي.
80:39 خندېدونكي خوشاله به وي.
80:40 او پرځينو مخونو به هغه ورځ دوړې وي.