>

د رواد د ژباړې مرکز — 584

79:17 چې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده.

79:18 بيا ورته ووايه چې آيا ته چمتو يې چې پاك شې.

79:19 او چې د خپل پالونکي په خوا لارښوونه درته وكړم چې ته ووېرېږې؟

79:20 نو بيا موسى (علیه السلام) هغه ته ستره نښانه وښوده.

79:21 خو درواغجن يې وګڼلو او د هغه خبره يې ونه منله.

79:22 بيا يې شا كړه، منډه يې كوله.

79:23 نو خلك يې راټول كړل او غږ يې وكړ.

79:24 وېلې: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم!

79:25 نو ونیوه ده لره الله تعالی په سزا د آخرت او د دنیا سره.

79:26 بېشكه په دې كې هغه چاته هرومرو يو درس دى چې وېريږي.

79:27 آيا ستاسې پيدا كول سخت دي، كه د آسمان؟ چې هغه يې جوړ كړى دی.

79:28 د هغه چت يې هسك او بيا يې سم برابر كړى.

79:29 او تیاره کړې یې ده شپه د هغه او ښکاره کړی یې دی د څاښت وخت.

79:30 او له هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.

79:31 د هغې اوبه او شينکي يې ترې را واېستل.

79:32 او غرونه يې پكې ښخ ودرول.

79:33 ستاسو او ستاسو د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.

79:34 نو كله چې هغه لوى افت راشي.

79:35 هغه ورځ چې انسان ته خپل كړي عملونه ورياد شي.

79:36 او دوزخ به هر هغه چا ته څرګند كړى شى چې ويني يې.

79:37 بيا نو چا چې سركښي كړې وي.

79:38 او دنيوي ژوند يې غوره ګڼلى وي.

79:39 په رېښتيا همدا دوزخ به يې استوګنځى وي.

79:40 او څوك چې د خپل پالونکي په مخكې له درېدو ډار شوى او ځان يې له هوسونو ساتلى وي.

79:41 نو بېشكه جنت يې استوګنځى دى.

79:42 هغوى د قيامت په هكله تا پوښتي چې كله به رامنځته كيږي؟

79:43 په څه کې یې ته د یاداښت د هغې نه.

79:44 د هغه وروستۍ (پوهه) ستا د رب لوري ته ده.

79:45 ته خو يوازې د هغه چا خبروونكى يې چې ترې ډاريږي.

79:46 كله چې هغوى يې وويني نو له يو ماښام يا يو سهار پرته چې نه وي ځنډېدلي.