د رواد د ژباړې مرکز — 583
78:31 یقینا متقیانو لره ځای د کامیابۍ دی.
78:32 باغونه او انګور دي.
78:33 او نوې پېغلې همزولې دي.
78:34 او ډك ډك جامونه.
78:35 نه به هلته چټيات پكې اوري او نه دروغ.
78:36 ستا د پالونکي لخوا بدله او پوره پوره لورېينه.
78:37 د آسمانونو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو ډېر مهربان پالونکی دى، هغوى به له هغه سره د خبرو كولو وس نه لري.
78:38 هغه ورځ چې روح او پرېښتې كتار كتار ودريږي، هيڅوك به خبرې نه كوي له هغه چا پرته چې رحمان اجازه وركړې وي او سمې خبرې به كوي.
78:39 دا حقه ورځ ده نو چې د چا خوښه وي د خپل پالونکي لور ته د ورګرځېدو لار دې ونيسي.
78:40 بېشكه موږ له (راتلونكي) نېږدې عذابه ووېرولئ هغه ورځ چې هرسړى به هغه څه وويني چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي او كافر به وايي: كاشكې زه خاورې واى.
79:1 پر سختۍ (سا) اېستونكو (پرېښتو) قسم.
79:2 او پر هغه پرښتو قسم چې وباسي روح د مؤمنانو په آسانه ایستلو سره.
79:3 او پر ګړنديو لامبو وهونكو قسم.
79:4 بيا پر منډه منډه وړاندې كېدونكو قسم.
79:5 بيا د چارو پر سمبالوونكو قسم.
79:6 هغه ورځ چې لړزېدونكې ولړزېږي.
79:7 چې ورپسې بل وروسته راتلونكى (ټكان) راځي.
79:8 ځينې زړونه به هغه ورځ رپېدونکي وي.
79:9 سترګې به يې ښكته وي.
79:10 هغوى به وايي آيا موږ بېرته مخکېني حالت ته ورګرځيدونكي نه يو؟
79:11 آيا كله چې موږ وراسته هډوكي يو؟
79:12 وېلې دا خو به ډېر تاواني ستنېدل وي.
79:13 نو یقینا دا خو یوه چغه ده.
79:14 چې بيا به هغوى(ټول) په دې ميدان (ولاړ) وي.
79:15 په رښتیا سره راغلی دی تا ته خبر د موسی (علیه السلام)
79:16 کله يې چې پالونکي د طوى په سپېڅلي ناو كې اواز ورته وكړ؟