>

د رواد د ژباړې مرکز — 582

78:1 د څه په اړه دوی پوښتنې کوي (یو له بل نه).

78:2 د هغه لوى خبر په اړه.

78:3 هغه چې دوى پكې سره اختلاف كوونكي دي.

78:4 هيڅكله نه، ژر به هغوى پوه شي.

78:5 بیا هېڅكله نه، ډېره ژر به دوې ته څرګنده شي.

78:6 آيا موږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې.

78:7 او غرونه مېخونه؟

78:8 او تاسي مو جوړه جوړه پيدا كړي ياست.

78:9 او ګرځولی دی موږ خوب ستاسو آرام.

78:10 او ګرځولې ده موږ شپې لره جامه.

78:11 او ګرځولې ده موږ ورځ وخت د ګټلو د روزۍ.

78:12 او جوړ کړي مو دي ستاسې له پاسه اووه آسمانونه کلک.

78:13 او جوړ کړی دی موږ چراغ ځلیدونکی.

78:14 او له ډكو ورېځو مو پرله پسې اوبه را ورولې دي.

78:15 ترڅو پرې غلې دانې او شنه ګيا راوټوكوو.

78:16 او ګڼ باغونه.

78:17 بېشكه د پرېكړې ورځ يو ټاكلى وخت دى.

78:18 كومه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي نو بيا به تاسي ډلې ډلې راځئ.

78:19 او آسمان به پرانيستل شي نو دروازې دروازې به وي.

78:20 او روان به کړی شي غرونه نو شي به په څېر د شګې.

78:21 بېشكه چې دوزخ يو څارنځى دى.

78:22 د سركښانو استوګنځى دی.

78:23 اوسیږي به هغه کې تر ډیرې مودې پورې.

78:24 نه به يخوالى پكى وڅكي او نه څښاك.

78:25 پرته له خوټېدلو اوبو او زوو.

78:26 سمه برابره بدله ده.

78:27 په رېښتيا هغوى د هيڅ حساب هيله نه درلوده.

78:28 او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو.

78:29 او موږ هرڅه په شمېر ليكلي وو.

78:30 نو ويې څكئ! اوس به موږ پرته له عذابه نور څه در زيات نه كړو.