>

د رواد د ژباړې مرکز — 581

77:20 آيا تاسې مو له سپكو (خوارو) اوبو څخه نه يئ پيدا كړي؟

77:21 چې هغه مو بيا يو خوندي ځاى كې وساتلې.

77:22 تر يوې ټاكلې مودې پورې.

77:23 بيا مو اندازه كړ نو (ګوره) موږ ښه اندازه كوونكي يو.

77:24 تباهي ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.

77:25 آيا موږ ځمكه راغونډېدونكې نه ده ګرځولې؟

77:26 د ژوندويو او مړيو لپاره.

77:27 او په هغې كې مو لوړ لوړ غرونه پيدا كړي او تاسې ته مو خوږې اوبه درڅښلې دي.

77:28 درواغ ګڼونكو لره په هغه ورځ تباهي ده.

77:29 اوس ځئ د هغه شي لور ته چې تاسي درواغ ګڼلو.

77:30 روان شئ دريو څانګو والا سيوري خوا ته.

77:31 چې هغه نه يخوونكى او نه د لمبو مخنيوونكى دى.

77:32 هغه د ماڼيو غوندې (لوى) بڅركي غورځوي.

77:33 لكه چې هغه زېړ توربخن اوښان وي.

77:34 تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

77:35 داهسې ورځ ده چې هغوى به څه نه شي ويلاى.

77:36 او نه به اجازه وركولى شي چې څه عذر وړاندې كړي.

77:37 تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

77:38 همدا د پريكړې ورځ ده، تاسي او پخواني مو (ګرد) راټول كړي ياست.

77:39 اوس كه څه چل لرئ نو جوړ يې كړئ.

77:40 تباهى ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.

77:41 بېشكه متقيان (ځان ساتونکي) به په سيورو او چينو كې وي.

77:42 او له هغو مېوو څخه چې هغوى يې غواړي.

77:43 خورئ او څښئ په خوند سره د هغو عملونو په بدله كې چې تاسي به كول.

77:44 بېشكه موږ نېكانو ته همدغه شان بدله وركوو.

77:45 په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.

77:46 لږه موده خورئ او مزې كوئ په رېښتيا تاسې مجرمان ياست.

77:47 په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.

77:48 او كله چې ورته وويل شي (د الله پر وړاندې) ټيټ شئ نو هغوى نه ټيټيږي.

77:49 تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.

77:50 نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟