د رواد د ژباړې مرکز — 580
76:26 او د شپې هم سجده ورته كوه او تسبيح يې وايه د شپې په اوږدو كې.
76:27 په رېښتيا دغه خلك بيړنى شى خوښوي او (راتلونكى) درنه ورځ تر شا پرېږدي.
76:28 هغوى خو موږ پيدا كړي او موږ يې اندامونه (بندونه) ورټينګ كړي او كله چې موږ وغواړو په بدل كې به يې نور د هغوى غوندې راولو.
76:29 بېشكه دا يو نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي لوري ته دې لار ونيسي.
76:30 او د الله له خوښې پرته تاسې څه نه شئ غوښتی، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځيرك دى.
76:31 چاته يې چې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او د ظالمانو لپاره يې دردوونكى عذاب چمتو كړى دی.
77:1 په پرله پسې لېږل شوو بادونو باندې قسم.
77:2 بيا پر سختو توپاني چلېدونكو باندې.
77:3 بيا (دورېځو) پرخپروونكو بادونو باندې.
77:4 بيا (د حق او باطل) په بېلوونكو.
77:5 بيا د ذكر (قرآن) پر راښكته كوونكو باندې.
77:6 چې د عذر يا وېرونې په توګه وي.
77:7 بېشكه څه چې درسره ژمنه كيږي هغه هرومرو پېښېدونكي دي.
77:8 نو كله چې ستوري پيکه شي.
77:9 اوکله چې آسمان څيرې کړل شي.
77:10 اوغرونه ميده ميده والوزول شي.
77:11 او هر کله چې د رسولانو وخت پوره کړی شي.
77:12 د كومې ورځې لپاره (دا كار) ځنډول شوى دى؟
77:13 د پريكړې ورځې لپاره.
77:14 او ته څه شي خبركړى يې چې د پريكړې ورځ څه ده؟
77:15 تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
77:16 آيا موږ مخکېني نه دي تباه كړي؟
77:17 بيا به وروستني هم ورپسې كړو.
77:18 دغسې کار کوو موږ د مجرمانو سره.
77:19 په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.