>

د رواد د ژباړې مرکز — 58

3:62 بېشكه دا ريښتینی بيان دی، او له الله پرته بل معبود نشته او بېشکه الله حكمت والا برلاسى دى.

3:63 نو كه وګرځېدل نو بېشکه الله په فسادیانو ښه پوه دی.

3:64 ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك الله نه پرته يو بل د خدايانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو.

3:65 اى اهل كتابو! تاسو د ابراهيم (علیه السلام) په اړه ولې له موږ سره ناندرۍ وهئ؟ حال دا چې تورات او انجيل خو نه و نازل شوی مګر له ده وروسته، ایا عقل نه کاروئ.

3:66 خبردار تاسو هماغه خلك ياست چې شخړه مو وكړه په هغه څه كې چې څه پوهه مو پكې درلوده نو په هغه څه كې ولې شخړه كوئ چې نه ورباندې پوهېږئ او الله پوهيږي خو تاسو نه پوهېږئ.

3:67 ابراهيم (علیه السلام) خو نه يهودي وْ نه نصراني، بلكې حق پلوی مسلمان وْ او له مشركانو څخه نه وْ.

3:68 بېشکه ابراهیم علیه السلام ته له ټولو خلکو نږدې خامخا هغه څوک دي چې د ده پیروي یې کړې او دا نبي دی او هغوی چې ایمان یې راوړی، او الله د مومنانو مل دی.

3:69 له اهل كتابو يوه ډله دا خوښوي چې تاسي بې لارې کړي، خو له خپلو ځانو پرته بل څوک نشي بې لارې کولای او دوی نه پوهېږي.

3:70 اى اهل كتابو! ولې د الله په ايتونو کافران کېږئ حال دا چې تاسي خپله شاهدي ورکوئ؟