>

د رواد د ژباړې مرکز — 579

76:6 دا يوه چينه ده چې د الله (غوره) بندګان يې (اوبه) څښي، ( چېرته يې چې غواړي) بهوي به يې.

76:7 هغوی نذر پوره كوي او له هغې ورځې ډارېږي چې د هغې شر خپور دى.

76:8 او له هغه سره د مينې سربېره، بې وزله، يتيم او بندي ته خواړه وركوي.

76:9 (وايي) موږ يوازې د الله د مخ لپاره خواړه دركوو، نه له تاسې بدله غواړو او نه مننه (تشکري)

76:10 موږ په رېښتيا له خپل پالونکي ډارېږو، د سخت كړاو اوږدې ورځې (عذاب) څخه.

76:11 نو الله به يې د هغې ورځې له شره وساتي او تازګي او خوښي به وركړي.

76:12 او د صبر بدله كې به يې جنت او ورېښمين لباس وركړي.

76:13 په تختونو به هلته تكيه وهلي ناست وي، نه به د لمر ګرمي پكې ويني او نه (د ژمي) ساړه.

76:14 سيورى به يې ورباندې رانېږدې او مېوې به يې راټيټې شوې آسانه وي.

76:15 او پر هغوى به د سپينو زرو لوښي او د شيشو ګيلاسونه ګرځول كيږي.

76:16 شيشې هم د سپينو زرو په ډول چې سمبالوونكو به سم په اندازه (ډك) كړي وي.

76:17 او پر هغوى به هلته داسې جامونه څښل كيږي چې ګډون به يې سونډ وي.

76:18 دا په جنت كې يوه چينه ده چې سلسبيل بلل كيږي.

76:19 او پر هغوى به تلپاتې هلكان ګرځي راګرځي. چې ته يې ووينې د خپرو ورو ملغلرو ګومان به پرې كوې.

76:20 او چې ته هرې خواته وګورې سراسر نعمتونه او لويه پاچايي به وينې.

76:21 د پاسه د دوی به جامې د نریو شنو وريښمو وي او غټ وریښم (به لاندې وي) او اچولی کیږي به دوی ته بنګړي د سپینو زرو او ورڅښوي به دوی ته رب د دوی د څښلو څيز پاکوونکی.

76:22 بېشكه همدا ستاسې بدله ده او ستاسې هلې ځلې د قدر وړ دي.

76:23 بېشکه همدا موږ پر تا باندې قرآن كرار كرار نازل كړى.

76:24 نو د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه او له هغوى د هيڅ يو بد عمله او ناشكره خبره مه منه.

76:25 او د خپل رب نوم دې يادوه سهار او ماښام.