د رواد د ژباړې مرکز — 578
75:20 داسې نده، بلکه تاسو د دنیا سره مینه کوئ.
75:21 او آخرت پرېږدئ.
75:22 په هغه ورځ به ځينې مخونه تازه وي.
75:23 خپل پالونکي ته به كتونكي وي.
75:24 او ځينې مخونه به هغه ورځ بدرنګه وي.
75:25 ګومان به كوي چې ملاماتوونكى چلند به ورسره وكړى شي.
75:26 هيڅكله نه، كله چې مرۍ ته (سا) ورسيږي.
75:27 او وويل شي: څوك دى دم چوف كوونكى؟
75:28 او ګومان وكړي چې همدا بېلتون دى.
75:29 او پنډۍ په پنډۍ پورې ونښلي.
75:30 همغه ورځ ستا د پالونکي لور ته روانېدل دي.
75:31 هغه خو نه باور درلود او نه يې لمونځ كړى و.
75:32 خو درواغجن يې وباله او مخ يې واړولو.
75:33 بيا په (ډېره) لويۍ خپل كاله (کورنۍ) ته لاړ.
75:34 همدا درسره وړ دي، تا سره ښايي.
75:35 بيا هم ستا وړ دي، له تا سره ښايي.
75:36 آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟
75:37 آيا هغه د منۍ يو څاڅكى نه و چې څڅول كيږي (په رحم کې).
75:38 بيا د وينو يوه ټوټه شو نو الله جوړ او سم برابر كړ.
75:39 بيايې له هغه څخه جوړه پيدا كړه، نارينه او ښځينه.
75:40 آيا هغه پر دې نه دى قادر چې مړي راژوندي كړي؟
76:1 په تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هيڅ د يادېدو شى نه و.
76:2 انسان خو په رېښتيا موږ له يو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ چې هغه و ازمويو؛ نو اورېدونكى ليدونکی مو وګرځولو.
76:3 موږ لار ورښودلې ده ( نو اوس به) يا شكر اېستونكى او يا به ناشكره شي.
76:4 (او) د كافرانو لپاره موږ ځنځيرونه، زندۍ او لمبه وهونكى اور چمتو كړى.
76:5 بېشكه نېكان به په جنت كې له داسې جامونو (شراب) څښي چې ګډون به يې كافور وي.