>

د رواد د ژباړې مرکز — 576

74:19 نو تباه دې شي، څرنګه اندازه یي ولګوله.

74:20 بيا دې تباه شي، څنګه خبره يې جوړه كړه.

74:21 بيايې وكتل.

74:22 بيا یې تندی تريو کړ او ښه یې تریو کړ.

74:23 بیا يې شا واړوله او كبر يې وكړ.

74:24 نو ويې ويل: دا له هغو كوډو پرته بل څه نه دي چې له پخوا نه راروانې دي.

74:25 دا د بشر له وينا پرته بل څه نه دي!

74:26 (الله فرمايي) ژر به يې دوزخ ته ننباسم.

74:27 او ته څه پوهېږې چې سقر څه دى؟

74:28 هغه يې نه پاتې کوي او نه يې خوشې كوي.

74:29 د پوستكي سوځوونكى دى.

74:30 پر هغه نولس (پرېښتې) ټاكل شوې دي.

74:31 او موږ د دوزخ دا څوكيداران پرته له پرېښتو بل څوك نه دي ګومارلي او د هغو شمېر مو هم يوازې د كافرانو لپاره ازمویښت ګرځولى، تر څو اهل كتاب يقين وكړي او د مومنانو ايمان زيات شي او اهل كتاب او مومنان څه شک ونه كړي او د دې لپاره چې په زړه ناروغان او كافران ووايي چې الله په دې بيان سره څه غوښتي دي؟ په همدې ډول چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چا ته چې وغواړي هدايت ورته كوي او ستا د رب لښكرې له هغه پرته بل چا ته نه دي معلومې او هغه (دوزخ) بل څه نه دى مګر د بشر لپاره يو نصيحت.

74:32 هيڅكله نه، قسم دى په سپوږمۍ.

74:33 او په شپه چې بېرته وګرځي.

74:34 او په سهار چې رڼا شي.

74:35 چې په رېښتيا هغه (دوزخ) له سترو شيانو څخه يو دى.

74:36 د انسانانو لپاره وېروونكى دی.

74:37 له تاسي څخه د هغه چا لپاره چې پرمختګ غواړي يا وروسته كېدل.

74:38 هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري.

74:39 پرته له ښي لاس والا و.

74:40 چې جنتو كې به سره پوښتي.

74:41 د مجرمانو په باره کې.

74:42 چې دوزخ ته څه شي بوتلئ؟

74:43 هغوى به وايي: موږ خو له لمونځ كوونكو څخه نه وو.

74:44 او نه مو مسكين ته خواړه وركول.

74:45 او غلطو بحث كوونكو سره يوځاى موږ هم بحثونه كول.

74:46 او د جزا ورځ مو درواغ ګڼله.

74:47 تر دې چې همغه يقيني شى [مرګ] راته راغى.