>

د رواد د ژباړې مرکز — 575

73:20 بېشكه ستا پالونکی پوهيږي چې ته كله د شپې دوه پر دريو برخو ته نېږدې او (كله) نيمايي برخه يې او كله يې درېيمه برخه (په عبادت) درېږې او يوه ډله له هغو خلکو چې له تا سره دي. او الله د شپى ورځې وختونه حسابوي، هغه پوه دى چې تاسې وخت سم نشئ شمېرلى نو بخښنه يې درته وكړه، اوس نو چې له قرآنه څومره درته اّسانه وي، هغومره ولولئ. هغه ته معلومه ده چې پر تاسي كې به ځينى ناروغان وي، ځينې نور به ځمكه كې سفر كوي، د الله فضل به لټوي او څه نور به د الله په لار كې جنګيږي، نو چې څه درته آسانه وي همغومره ترې لولئ او لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او الله ته غوره پور وركوئ. او كومه ښېګڼه چې تاسې يې خپل ځان ته وړاندې لېږئ، هغه به له الله سره مومئ، همغه ډېره ښه او اجر يې ډېر لوى دى. او له الله بخښنه غواړئ، بېشكه الله ښه بښونكى مهربان دى.

74:1 اې په جامه كې ځان نغښتونكيه!

74:2 پاڅېږه او خبرداری وركړه.

74:3 او د خپل پالونکي لويي بيان كړه.

74:4 او خپلې جامې پاكې وساته.

74:5 او له هري پلیتۍ نه ډډه وکړه.

74:6 او داسې ښېګڼه مه كوه چې د بدل زياتوالی غواړې.

74:7 او پالونکي ته دې صبر كوه.

74:8 نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړل شي.

74:9 بيا به دغه ورځ سخته ورځ وي.

74:10 چې پر كافرانو به آسانه نه وي.

74:11 ما او هغه سره پرېږده چې يوازې مې پيدا كړی.

74:12 او بيا مې ډېر مال وركړ.

74:13 او حاضر (چمتو) زامن.

74:14 او پراخه پراختيا مې وركړه.

74:15 (خو) بيا هم هيله كوي چې لا يې ورزيات كړم.

74:16 هيڅكله نه، هغه خو زموږ د آيتونو دښمن و.

74:17 عذاب به ورکړم عذاب سخت [د غره ختلو ته به یې اړ کړم]

74:18 هغه سوچ وكړ او څه خبره يې جوړه كړه.