>

د رواد د ژباړې مرکز — 574

73:1 اې ځان نغښتونكيه!

73:2 ودریږه د شپې مګر لږ.

73:3 نيمايي يې، يا څه لږ ترې كم كړه.

73:4 يا څه پرې زيات كړه او قرآن په كرار کرار لوله.

73:5 .(دا دى) موږ پر تا يو دروند كلام نازلوو.

73:6 بېشكه د شپى په برخو کې لوستل ډیر جوښت وي زړه ته او ډیره سیده وینا وي.

73:7 په رېښتيا ستا لپاره د ورځې ډېره بوختيا ده.

73:8 او د خپل پالونکي نوم يادوه او د هغه لور ته پوره ګوښى شه.

73:9 هغه د ختيځ او لوېديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو همغه خپل وكيل ونيسه.

73:10 او پر هغه څه صبر كوه چې دوى يې وايي او په ښه توګه ترې بېل شه.

73:11 ما او دغه د نعمت والا درواغ ګڼونكي سره پرېږده او هغوى ته لږ مهلت وركړه.

73:12 بېشکه موږ سره درنې زولنې او بل اور دى.

73:13 او په مرۍ (ستوني) كې نېښلېدونکي خواړه او دردوونکی عذاب دی.

73:14 هغه ورځ چې ځمكه او غرونه ولړزيږي او غرونه به د شګو خپره شوې ډېرۍ (غوندې) وي.

73:15 بېشكه موږ تاسي ته همغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و.

73:16 خو فرعون له هغه رسوله سر غړونه وکړه؛ نو بيا مو ډېر سخت راګېر كړ.

73:17 نو كه تاسې يې ونه منئ بيا به هغه ورځ څنګه ځان ساتئ چې ماشومان بوډاګان كوي.

73:18 آسمان به پرې چاودېدونکی وي، د هغه ژمنه كېدونكې ده.

73:19 بېشکه دغه نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي خواته دې لار غوره کړي.