>

د رواد د ژباړې مرکز — 572

72:1 ووايه: ماته وحي شوې ده چې د پېريانو يوې ډلې غوږ نيولى و، بيا يې (خپل قوم ته) وويل: بېشكه موږ يو عجيبه قرآن واورېدلو.

72:2 چې سمې لارې ته ښوونه كوي؛ نو موږ هم ومنلو او هيڅكله به له خپل پالونکي سره هيڅوک هم شريك نه كړو.

72:3 او دا چې زموږ د پالونکي شان ډېر لوړ دى، هغه نه څوك مېرمن او نه زوى نيولى.

72:4 او دا چې زموږ احمق په الله پورې ناحقه خبرې كولې.

72:5 او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.

72:6 او دا چې د انسانانو څه كسانو به د پېريانو پر څه كسانو پورې پناه اخېسته نو لا يې بې لاري ورزياته كړه.

72:7 او ستاسو غوندې هغوى هم ګومان كړى و چې الله به هيڅوك بېرته را ژوندي نه كړي.

72:8 او موږ د آسمان پلټنه وكړه نو هغه مو له سختو څوكيدارانو او سوځوونكو ستورو ډك وموند.

72:9 او دا چې پخوا به موږ د غوږ نيولو لپاره د هغه د ناستې ځايونو كې كېناستلو، خو اوس چې څوك غوږ نيسي هغه د ځان لپاره يو څارونکی اور غورځوونكى ستورى مومي.

72:10 او موږ نه پوهيږو چې آيا د ځمكې اوسېدونكو ته د بدۍ اراده شوې او كه رب يې سمه لار ورښوول غواړي.

72:11 او دا چې له موږ څخه ځينې نېکان دي او ځينې له دې پرته، موږ بېلا بېلې ډلې يو.

72:12 او دا چې موږ ګومان كولو چې نه په ځمكه كې الله بېوسه كولاى شو او نه يې په تېښته كمزورى كولاى شو.

72:13 او موږ چې كله لارښوونه واورېدله، ايمان مو پرې راوړ، نو څوك چې پر خپل رب ايمان راوړي، هغه بيا نه له تاواني كېدو وېريږى نه له زیاتي نه.