>

د رواد د ژباړې مرکز — 570

70:41 په دې كار چې د هغوى په بدل كې ترې غوره خلك راولو او موږ بايلونكي (عاجز) نه يو.

70:42 نو پرېږده يې چې خپلې ناندرۍ او لوبې كوي تر دې چې خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي، چې لوظ يې ورسره كيږي.

70:43 هغه ورځ چې په منډه به (له قبرونو) راوځي، لكه د بتانو درشلو ته چې ورځغلي.

70:44 سترګې به يې ټيټې او ذلت به پرې راخپور وي، دا همغه ورځ ده چې هغوى سره يې ژمنه كېدله.

71:1 بېشکه موږ نوح (عليه السلام) د هغه قوم ته ورلېږلي و چې خپل قوم دې ووېروه، مخكې له دې چې دردوونکی عذاب ورته راشي.

71:2 وېلې اې زما قومه! زه تاسو ته يو ښكاره وېروونكى (رسول) يم.

71:3 دا چې الله ولمانځئ، ترې وډار شئ او زما خبره ومنئ.

71:4 ستاسي ګناهونه به دروبخښي او تر يوې ټاكلې نېټې به مو وځنډوي، بېشكه هغه وخت چې د الله نېټه راشي نو بيا نه ځنډيږي، كاشكې تاسې پوهېدلاى.

71:5 هغه وويل: اې زما ربه! ما شپه ورځ خپل قوم ته بلنه وركړه.

71:6 خو زما بلنې نوره هم د هغوى تېښته (انكار او کرکه) زياته كړه.

71:7 او ما به چې هر كله د دې لپاره رابلل چې ته بخښنه ورته وكړې نو هغوى به غوږونو كې ګوتې واچولې، په جامو كې به يې ځانونه ونغاړل، په همدې به يې ټينګار كولو او ډېره لويي به يې كوله.

71:8 بيا مې هغوى ته په لوړ غږ بلنه وركړه.

71:9 بيا مې ښكاره او پټ پټ ویلي دي دوی ته په پټ ویلو سره.

71:10 او ورته ومې ويل چې له خپل پالونکي مو بخښنه وغواړئ، هغه په رېښتيا ډېر بخښونكى دى.