د رواد د ژباړې مرکز — 569
70:11 ټول به ښودلی کیږي دوی ته، ارمان به کوي مجرم چې د هغې ورځې له عذابه د خلاصیدو په موخه خپل زامن په فدیه كې وركړي.
70:12 او مېرمن او وروڼه يې.
70:13 او خپله هغه كورنۍ چې هغه ته يې ځاى وركولو.
70:14 او څوك چې په ځمكه كې دي هغه ټول، چې هغه وژغوري.
70:15 هيڅكله [نه شي کیدای چې مجرم دي په فدیه خلاص شي]، هغه (اور) خو لمبې وهونكی دى.
70:16 ویستونکی د اندامونو پوستکي لره.
70:17 هر هغه څوك رابولي چې شايې ګرځولې او مخ يې اړولى.
70:18 او مال يې راټول كړى او زېرمه كړى دى.
70:19 په رېښتيا انسان بې حوصلې حرصناک پيدا شوى.
70:20 چې بدي ور ورسي فرياد كوونكى وي.
70:21 او چې ښېګڼه ورته ورسيږي نو بخيلي كوونكى شي.
70:22 پرته له لمونځ كوونكو.
70:23 هغوى چې پر خپلو لمونځونو تل كلك وي.
70:24 او چې په مالونو كې يې ټاكلې برخه وي
70:25 د سوالګر او بې وزله لپاره.
70:26 او هغه کسان چې ریښتونې ګڼي ورځ د جزا.
70:27 او هغوى چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونكي وي.
70:28 بېشكه چې د خپل پالونکي عذاب يې د بې غمۍ شى نه دى.
70:29 او هغوى چې د خپلو عورتونو ساتونكي وي.
70:30 پرته له خپلو مېرمنو او مينځو يې چې دوى پكې ملامتېدونكي نه دي.
70:31 نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو دغه کسان دوی له حد نه تېریدونکي دي.
70:32 او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.
70:33 او هغوى چې پر خپلو شاهديو ټينګ ولاړ دي.
70:34 او هغوى چې د خپل لمانځه ساتنه كوي.
70:35 دغه كسان به په جنتونو كې عزتمن اوسېدونكي وي.
70:36 نو دا كافران له څه امله ستا په لور ځغلېدونكي دي.
70:37 چې له ښي او كيڼ لورې ډلې ډلې ناست دي.
70:38 آيا د هغوى هر كس هيله لري چې نعمتونو والا جنت ته به ننه اېستل شي؟
70:39 هيڅكله نه، بېشكه هغوى مو له يو داسې شي پيدا كړي چې هغوى پرې پوهيږي.
70:40 نو نه، زه قسم كوم د ختيځونو او لوېديځونو پر رب چې موږ بالكل قادر يو.