>

د رواد د ژباړې مرکز — 568

69:36 او نه له زوو پرته څه خواړه

69:37 چې له ګناهګارانو پرته يې بل څوك نه خوري

69:38 نو داسې نده، زه قسم كوم پر هر هغه څه چې تاسې يې وينئ

69:39 او پر هغه څه چې نه يې وينئ

69:40 چې بېشكه دا د يو عزتمن استازي وينا ده

69:41 او د كوم شاعر خبره نه ده تاسي بيخې لږ ايمان راوړئ

69:42 او نه د كاهن (تالې كتونكي، غيب ويونكي) خبره ده، تاسې لږ پند اخلئ

69:43 دا د رب العالمين لخوا نازل شوى

69:44 او كه چېرې ده له ځانه موږ پسې څه خبرې جوړې كړې واى

69:45 هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى واى

69:46 بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى واى

69:47 نو بيا به له تاسي هيڅوك له دې كاره زموږ ايساروونكي نه وو

69:48 او په رېښتيا دا د ځان ساتونکو لپاره يو پند دى

69:49 او بېشكه موږ پوهېږو چې له تاسي څه كسان درواغ ګڼونكي دي

69:50 او هغه پر کافرانو پښېماني ده

69:51 او دا يقيني حق دى

69:52 نو د خپل لوى پالونکي پر نوم پاکي بيانوه

70:1 يو غوښتونكي د (هرومرو) پېښېدونكي عذاب غوښتنه وكړه.

70:2 چې هغه د كافرانو لپاره دى (او) هيڅوك يې ايساروونکی نشته.

70:3 د مرتبو څښتن الله له لوري.

70:4 هغه ته پرېښتې او روح ورخېژي په هغه ورځ چې اندازه يې پنځوس زره كاله ده.

70:5 نو ته صبر كوه، ښه صبر.

70:6 هغوى خو يې لېرې انګېري.

70:7 خو موږ يې نېږدې وينو.

70:8 هغه ورځ چې اسمان ويلې شوې كلايي غوندې شي.

70:9 او غرونه به د ټكول شوې وړۍ غوندې وي.

70:10 او پوښتنه به نشې کولی یو دوست له بل دوست نه.