د رواد د ژباړې مرکز — 567
69:9 او راتګ کړی و فرعون او څوك چې ترې مخكې و او نسكور شوو كليو هم په لویه ګناه سره
69:10 نو سرغړونه یې وکړه د خپل پالونکي د رسول، نو ونیول (الله) دوی په نیولو سختو سره
69:11 كله چې اوبه ډېرې طوفاني شوې نو موږ تاسي سپاره کړئ په روانې بېړۍ کې
69:12 تر څو ستاسو لپاره يې درس وګرځوو او عبرت واخلي پند اخیستونکي غوږونه
69:13 نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړى شي يو ځل پوكى
69:14 او پورته کړل شي زمكه او غرونه، نو وبه ټکول شي په ټکولو په یو ځل
69:15 نو پدغه ورځ به رامنځ ته شي رامنځ ته کېدونکی آفت
69:16 او وبه چوي آسمان، نو هغه به پدغه ورځ کمزوری وي
69:17 او پرېښتې به يې پر څنډو وي او ستا د پالونکي عرش به په هغه ورځ اتو پرېښتو پر ځانونو دپاسه بار كړى وي
69:18 په هغه ورځ به تاسي ور وړاندې كړاى شئ، ستاسي له عمله به هيڅ راز پټ پاتې نه شي
69:19 نو د چا عملنامه چې د هغه په ښي لاس وركړل شوه، وايي به: ها، واخلئ زما عملنامه ولولئ!
69:20 پرته له شکه ما انګېرلې وه چې له خپل حساب سره مخامخ کېدونكى يم
69:21 نو بيا به هغه په خوشاله ژوندانه كې وي
69:22 په اوچت جنت کې
69:23 چې مېوې به يې (لاس ته) نېږدې وي
69:24 خورئ، څښئ (ښه) په خوند سره، د هغو عملونو په بدله كې چې په تېرو ورځو كې مو وړاندې لېږلي وو
69:25 او د چا كتاب چې د هغه په كيڼ (چپ) لاس وركړل شي، نو وايي به: ارمان چې كتاب مې نه واى راكړل شوى
69:26 او نه پوهېدلی چې څه به وي حساب زما
69:27 كاشكې هغه (مرګ ) ختموونكى واى ما لره
69:28 مال مې هم څه رانه ايسار نه كړل
69:29 واكمني مې هم تباه شوه
69:30 (وبه ويل شي) راويې نيسئ او ځنځير ورواچوئ
69:31 بيا يې دوزخ ته ورننباسئ
69:32 بيا يې په يو داسې ځنځير كې چې اويا ګزه يې اندازه وي، ځوړند کړئ
69:33 بېشکه هغه پر لوى الله ايمان نه درلود
69:34 او هڅول یې نه کوله بې وزله ته په خوړو وركولو
69:35 نو نشته نن ده لره دلته کوم مخلص دوست