>

د رواد د ژباړې مرکز — 566

68:43 سترګې به يې ټېټې او رسوايي به پرې خپرېدونكې وي. حال دا چې (په دنيا كې) سجدې ته بلل كېدل او هغوى روغ جوړ وو.

68:44 نو ته ما او هغه څوك سره پرېږده چې دا خبره درواغ ګڼي. موږ به يې داسې په كرار كرار راونيسو چې هغوى به نه پوهيږي.

68:45 او مهلت وركوم، بېشکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.

68:46 آيا ته څه بدله ترې غواړې چې هغوى د تاوان تر پېټي لاندې درانه شوي.

68:47 يا له هغوى سره د پټو پوهه ده چې هغوى يې ليكي.

68:48 نو د خپل رب حكم ته صبر كوه او د ماهی والا غوندې مه كېږه چې نارې يې كړې او له غمه ډك شوى و.

68:49 كه د هغه د پالونکي لخوا لورينه ورباندې نه واى شوې نو هرومرو به ملامت شوى په يوه سپېره ډاګ غورځېدلى و.

68:50 خو خپل پالونکي يې غوره کړ او له نېکانو يې وګرځولو.

68:51 او كله چې هغه کسان چې کفر يې کړی دا نصيحت اوري نو نېږدې وي چې په خپلو سترګو دې له ځايه وښويوي او وايي چې هغه هرومرو لېونى دى.

68:52 حال دا چې هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له يو پنده بل څه نه دى.

69:1 یقینې آفت راتلونکی

69:2 څه لوی دی یقیني آفت راتلونکی؟

69:3 او څه پوهه کړې ته چې څه شی دی یقیني راتلونکی آفت؟

69:4 دروغ ګڼلی و ثموديانو او عاديانو د زړونو ټکوونکی آفت

69:5 نو ثموديان په يوه بې اندازې سخته چغه تباه شول

69:6 او هر چه عاديان و نو هلاک کړی شول په تېزې سیلۍ د حد نه تېریدونکې

69:7 چې الله هغه پرله پسې اوه شپى او اته ورځې ورباندې ګمارلې وه، نو دا خلك به دې پكې داسې پرېوتي ليدل لكه چې د كجورو ورستې تنې چې وي

69:8 نو آيا (اوس) د هغوى څوك پاتې شوي وينې؟