>

د رواد د ژباړې مرکز — 565

68:17 په رېښتيا چې هغوى (مكى والا) مو داسې وازمويل لكه د يو بڼ څښتنان مو چې ازمويلي وو، کله چې هغوى قسم وكړ چې هرومرو به يې سهار وختي مېوې شكوي.

68:18 او ان شاء الله يې نه ويل.

68:19 نو راغی د شپې په هغې باندې د شپې راتلونکی عذاب له طرفه د رب ستا نه او دوی ویده وو.

68:20 نو د رېبلي كښت غوندې شو.

68:21 بيا يې سهار يو بل ته نارې كړې.

68:22 چې خپل كښت ته به وختي ځئ كه د مېوې راټولوونكي ياست.

68:23 نو روان شول او پټ پټ سره غږېدل.

68:24 چې نن خو به هلته يو بې وزله هم درباندې رانه شي.

68:25 او سهار وختي په ايسارولو (ښه) برلاسي روان شول.

68:26 خو كله يې چې وليد، وېلې: هرومرو مو لار غلطه كړې.

68:27 نه، بلكې موږ (لكه چې) بې برخې شوي يو.

68:28 تر ټولو منځني (غوره) يې وويل: ما نه درته ويل چې ولې تسبيح نه وايئ؟

68:29 (بيا) هغوى (ټولو) وويل: زموږ پالونکي لره پاكي ده، په رېښتيا موږ ظالمان وو.

68:30 نو ځينو يې پر ځينو پړه سره اچوله.

68:31 دوی وویل: هاى بربادي ده موږ لره، یقینا موږ یو د حد نه تېریدونکي.

68:32 ښايي زموږ رب په بدل كې ترې ښه (باغ) راكړي، موږ د خپل رب لور ته ورګرځو.

68:33 عذاب همداسې وي او د آخرت عذاب له دې هم لا ډېر لوى دی، خو كاشكې هغوى پوهېدلاى.

68:34 پرته له شکه د ځان ساتونکو لپاره يې له خپل پالونکي سره له نعمتونو ډك جنتونه دي.

68:35 نو آيا موږ به مسلمانان د مجرمانو په څېر كړو.

68:36 څه درباندې شوي؟ دا څنګه پرېکړه كوئ؟

68:37 آيا له تاسي سره كوم كتاب دى چې په هغه کې لوستل کوئ.

68:38 چې تاسې لپاره هلته هرومرو همغه څه دي چې خوښوئ يې؟

68:39 يا تاسې لره تر قيامته پر موږ دا ژمنې دي چې ستاسو لپاره به همغه څه وي چې تاسې خپله يې پرېكړه كوئ؟

68:40 ويې پوښته چې كوم يو يې په دې خبره ضامن دى.

68:41 يا د هغوى څه شريكان دي (چې ذمه يې وهلې) نو خپل شريكان دې راولي، كه هغوى رېښتيني وي.

68:42 په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او هغوى سجدې كولو ته وبلل شي نو بيا به يې نه شي كولاى.