>

د رواد د ژباړې مرکز — 564

67:27 بيا چې دوى هغه له نېږدې ووينې، د كافرانو مخونه به بدرنګه شي او وبه ويل شي: دا همغه څه دي چې تاسې يې غوښتنه كوله.

67:28 ووايه: ما خبر كړئ، كه چېرى الله ما او زما ملګري تباه كړي يا رحم راباندې وكړي نو بيا به كافران له دردوونکي عذابه څوك ژغوري؟

67:29 ووايه: همغه رحمان دى چې موږ پرې ايمان راوړى او پر هغه مو بروسه کړې، نو تاسې به ژر پوه شئ چې څوك په ښكاره بې لارۍ كې دي.

67:30 ووايه: ماته خبر راكړئ چې كه ستاسو اوبه ښكته ننوځي، بيا به څوك روانې اوبه درته راولي؟

68:1 ن [1] قسم دى پر قلم او پر هغه څه چې ليكي يې.

68:2 نه يې ته په نعمت د رب ستا لیونی.

68:3 او بېشكه ستا لپاره هرومرو نه ختمېدونكې بدله ده.

68:4 او ته په رېښتيا پر سترو اخلاقو (سم) يې.

68:5 نو زر دی چې به ته هم ووینې او هغوى به هم وويني.

68:6 چې له تاسو په كوم يوه كې لېونتوب دى.

68:7 په رېښتيا همغه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه په لار موندونكو هم ښه پوه دى.

68:8 نو د درواغ ګڼونكو پيروي مه کوه.

68:9 هغوى غواړي چې ته نرمي وكړې نو هغوى به هم نرمي وکړي.

68:10 او مه د هر قسم خور سپك (سړي) پيروي کوه.

68:11 چې عیب ویونکی، او د خبرو وړونكى راوړونكى [چغلي کوونکی] وي.

68:12 د نېكۍ ايساروونكى، تېرى كوونكى ډیر بد کاره وي.

68:13 بد زبانه سخت زړی دی (او) له دې (ټولو) وروسته ارمونی (حرامي) هم دى.

68:14 په دې چې هغه د مال او زامنو څښتن دى.

68:15 كله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي، وايي د پخوانيو کيسې دي.

68:16 موږ به يې زر پر پوزه داغ وركېږدو.