د رواد د ژباړې مرکز — 56
3:46 له خلكو سره به په زانګو كې هم خبرې وكړي او په زړښت كې به يې هم وكړي، او له صالحینو به وي.
3:47 و وېل (مریمې) زما پروردګاره! څرنګه به ما لره زوی وي چې هیڅ بشر را باندې نه دی لګېدلی، ویې فرمایل: همداسې، الله چې څه وغواړي کوي یې، کله هم چې د څه پرېکړه وکړي نو ایله دومره ورته وایي چې وشه نو وشي.
3:48 او کتاب، حکمت، تورات او انجیل به ور زده كړي.
3:49 او بني اسرائيلو ته به د پېغمبر په توګه ( وایي) چې زه ستاسې د رب له لوري له یوې لویې نښې سره تاسي ته راغلى يم زه درته له خټې څخه د مرغۍ په شان څېره جوړوم نو په هغې كې پوكوم، او د الله په حکم به (ژوندی) مرغه شي، او د الله په حکم مورزادى ړوند او پيس (برګی) روغوم او مړي به ژوندي كوم، او خبروم به مو چې تاسي په خپلو کورونو کې څه خورئ او څه زېرمه كوئ، بېشکه په دې كې تاسي ته لویه نښه ده كه رښتیا ايمان لرونكي ياست.
3:50 او زه د تورات تصديقونكي يم چې له ما مخكې و او ترڅو ځيني هغه شيان هم درته حلال كړم چې پرتاسو حرام شوي وو او د الله له لوري مو له يوې لويې نښې سره درته راغلى يم نو الله نه ووېرېږئ او خبره مې ومنئ.
3:51 بېشکه الله زما رب دى او هم ستاسي، نو ویې لمانځئ، همدا سمه نېغه لار ده.
3:52 نو كله چې عيسى د دوى كفر معلوم كړ، ويلې د الله په لور مې څوك ملګري دي؟ حواريانو وويل: موږ د الله ( د دين) ملګري يو، په هماغه الله مو ايمان راوړى او ته هم شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.