د رواد د ژباړې مرکز — 553
62:1 څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د الله پاكي وايي، كوم چې پاچا، ډېر پاك، برلاسى او حکمت والا دى.
62:2 همغه دى چې په اميانو(نالوستو) كې يې په خپله هغوى څخه يو داسې رسول ولېږه چې د هغه ايتونه ورباندې لولي، پاكوي يې او كتاب او حكمت ورزده كوي، كه څه هم له دې مخکې هغوی په ښكاره بې لاريتوب كې وو.
62:3 او له هغوى (اميانو) څخه پرته نورو ته (يې هم لېږلى) چې لا نه دي ورسره يوځاى شوي او همغه برلاسى حكمت والا دى.
62:4 دا د الله فضل دى، چاته يې چې خوښه شي وركوي يې او الله د ستر فضل څښتن دى.
62:5 د هغو خلكو بېلګه چې د تورات ذمه واري پرې اچول شوې وه خو بيايې عمل پرې و نه کړ، د خره غوندې ده چې كتابونه په شا وړي، د هغو خلكو (ډېره) بده بېلګه ده كوم چې د الله ايتونه درواغ ګڼي او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.
62:6 ورته ووايه: اې يهوديانو! كه ستاسو دا ګومان (يا دعوا) وي چې په رېښتيا همدا تاسي د الله دوستان ياست پرته له نورو خلكو، نو د مرګ هيله (غوښتنه) وكړئ، كه رېښتيني ياست.
62:7 او (حال دا چې) هيڅكله به يې هيله ونه كړي، د هغو عملونو له امله چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دى.
62:8 ووايه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو ترې تښتئ نو هغه خو هرومرو درسره مخامخېدونكى دى، بيا به د پټو او ښكاره و عالم (الله) ته ورګرځول كېږئ بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو كول.