>

د رواد د ژباړې مرکز — 551

60:12 اې نبې (عليه السلام) كله چې مومنانې درته راشي (او) ستا سره په دې خبرو لوز كوي چې هغوى به له الله سره هيڅ شى نه شريكوي، غلا به نه كوي، زنا به نه كوي، خپل اولاد به نه وژني، نه به (چا پسې) داسې درواغ تړي چې د خپلو لاسونو – پښو ترمنځ يې جوړوي او نه به په ښه كار كې ستا نا فرماني كوي، نو له هغوى څخه لوز واخله او له الله څخه ورته بخښنه وغواړه، الله په رېښتيا بخښونكى مهربان دى.

60:13 اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! هغو خلكو سره دوستي مه كوئ چې الله پرې غضب كړى، هغوى له آخرته داسې ناهيلي شوي لكه د قبرونو څښتنانو څخه چې كافران ناهيلي دي.

61:1 په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه برلاسى حکمت والا دی.

61:2 اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟

61:3 د الله پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسي هغه څه واياست چې نه يې كوئ.

61:4 بېشكه الله له هغو کسانو سره مينه لري چې د هغه په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي لكه چې هغوى كلا كړل شوى (پوخ) دېوال وي.

61:5 او هغه وخت (ياد كړئ) چې موسى خپل قوم ته وويل: ولې مې ځوروئ حال دا چې ښه پوهېږئ زه تاسي ته د الله رسول يم، خو كله چې هغوى كاږه شول نو الله يې زړونه (نور هم) كاږه كړل او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.