د رواد د ژباړې مرکز — 55
3:38 دلته نو زكريا خپل رب ته دعا وكړه ویې ويل: زما ربه! له خپل لوري دې ما ته پاكيزه اولاد راكړه؟ بېشكه ته خو د دعا ښه اوريدونكى يې.
3:39 نو پرښتو ورته په داسې حال کې غږ وكړ چې هغه عبادتځای كې په لمانځه ولاړ و، چې الله تا ته د يحيى زيرى دركوي هغه به د الله له لوري د يوې کلمې تصدیقونکی، سردار او ځان ساتونکی (له شهواتو) او له صالحانو یو نبي وي.
3:40 ویې ووېل: زما ربه! زما به زوى له كومه شي، حال دا چې بوډاتوب مې رارسېدلی دی او ښځه مې (هم) شنډه ده؟ ويې فرمايل: (همداسې به وشي) د الله چې څه خوښه وي كوي یې.
3:41 ویې ویل: ای زما ربه! څه نښه خو راته وټاکه، ويې فرمايل: نښه دې دا ده چې درې ورځې به پرته له اشارې خلکو سره خبرې نشې کولای، او خپل رب ډېر يادوه، او سهار او ماښام د هغه پاكي وایه.
3:42 او کله چې پرښتو وویل اى مريمې! الله ته غوره كړې، پاکه کړې او د ټولو خلکو پر ښځو يې غوره ګرځولې یې.
3:43 اى مريمې! رب ته دې غاړه كيږده، سجده كوه او ركوع كونكو سره ركوع كوه.
3:44 دا پټ خبرونه دي چې موږ يې تا ته وحي کوو، او ته خو هغه مهال دوی سره نه وې چې کله دوی خپل قلمونه غورځول چى د مريم پالنه به څوك كوي، او هغه مهال هم ورسره نه وې چې هغوی شخړه کول.
3:45 كله چې پرښتو ووېل: اى مريمې! الله تا ته له خپل لورې د يوې کلمې زيرى دركوي، چې نوم به یې مسيح عيسى زوی د مريم وي، په دنيا او اخرت كې به د عزت څښتن وي. د الله له نږدې بندګانو به وي.