د رواد د ژباړې مرکز — 548
59:17 نو د دواړو پایله داسې شوه چې هغوى به په اور كې وي، تل به پكې اوسېدونكي وي او همدا د ظالمانو جزا ده.
59:18 اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی له الله څخه ووېرېږئ او هر كس دې وګوري چې د سبا لپاره يې څه وړاندې لېږلي؟ او له الله څخه وېره كوئ، بېشكه الله خو ستاسي په كړنو ښه خبر دى.
59:19 او د هغو خلكو غوندې مه كېږئ چې الله يې هېر كړ نو هغه (الله) بيا د هغوى خپل ځانونه ترې هېر كړل، دغه خلك فاسقان دي.
59:20 دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي (خلك) دي.
59:21 كه موږ دا قرآن پر يو غره رانازل كړى واى، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى. او دا بېلګې د خلكو لپاره ځكه بيانوو چې ښايي هغوى فكر وكړي.
59:22 الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بندګۍ نشته، په پټو او ښكاره وو عالم دى، همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
59:23 هغه الله دى چې پرته له هغه بل حقدار د بندګۍ نشته، پاچا، ډېر سپېڅلى، له ټولو نيمګړتياوو پاك، امن وركوونكى، ساتونكى، برلاسى، زورور او د لويي څښتن دى. له هغو خبرو الله لره پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.
59:24 همغه الله دى چې پيداکوونکی، رامنځته کوونکی، شکل وركوونكى دى، هغه لره ښایسته نومونه دي، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) د هغه پاكي وايي او همغه برلاسى حكمتونو والا دى.