>

د رواد د ژباړې مرکز — 544

58:12 اىو موْمنانو: كله چې تاسي په ګوښه كې له پېغمبر(صلی الله علیه وسلم) سره خبرې كوئ نو له خبرو كولو مخكې يو څه خيرات وركړئ دا غوره ده تاسي لپاره او پاکوونکې ده، البته كه تاسي د صدقې وركولو لپاره څه ونه مومئ نو الله بخښونکی او مهربان دی.

58:13 ايا له خپلو پټو خبرو مخكې له خيرات وركولو وډار شوئ؟ نو چې دا كار مو ونه كړ او الله هم تاسي معاف كړئ نو لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ. او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسې يې كوئ.

58:14 آيا نه ګورې ته هغو کسانو ته چې له يو داسې قوم سره يې دوستي كړې چې الله پرې غضب كړى؟ ندي هغوی ستاسو نه او نه د دوی نه او هغوى په درواغو قسمونه خوري حال دا چې (ښه) پوهيږي.

58:15 د هغوى لپاره الله سخت عذاب چمتو كړى په رېښتيا هغوى چې كوم كارونه كول هغه (ډېر) بد وو.

58:16 هغوى خپل قسمونه (ځانته) ډال جوړ كړي او (خلك) د الله له لارې ايساروي نو د هغوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.

58:17 هيڅكله به دفع نه کړي دوی نه مالونه د دوی او نه اولاد د دوی د الله (له عذاب) نه هیڅ شی، دغه کسان اور والا دی دوی به پکې همیشه وي.

58:18 هغه ورځ چې الله هغوى ټول راپورته كړي، بيا به هغه ته هم داسې قسمونه كوي لكه تاسي ته يې چې كوي او ګومان (به) كوي چې هغوى پر څه (حق) دي، خبر اوسئ چې همدوى درواغجن دي.

58:19 پر هغوى شيطان برلاسى شوى نو د الله يادول يې ترې هېر كړي، دا خلك د شيطان ډله ده. خبر اوسئ چې همدا د شيطان ډله تاواني ده.

58:20 كوم كسان چې له الله او رسول سره يې دښمني كوي هغوى په رېښتيا په خوار شوو (سرټيټو) كې دي.

58:21 لیکلي دي الله (په تقدیر کې) چې زه او زما رسولان به خامخا برلاسي كيږو، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.