د رواد د ژباړې مرکز — 542
58:1 بېشکه الله د هغې ښځې وينا واورېده چې له تا سره يې د خپل مېړه په اړه بحث کاوه او الله ته يې زارۍ كولې، او الله ستاسي د دواړو خبرې اترې اورېدلې. په رېښتيا الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
58:2 له تاسې څخه چې كوم كسان له خپلو مېرمنو ظهار کوي - مور ورته وايي- (په حقيقت كې) هغوى يې ميندې نه دي. د هغوى ميندې خو يوازې همغه دي چې هغوى يې زيږولي دي. او بېشكه چې هغوى يوه ناكاره او درواغ خبره كوي او الله په رېښتيا تېرېدونكى بخښونكى دى.
58:3 او هغه كسان چې خپلو مېرمنو ته ميندې وايي بيا له خپلې کړې خبرې بېرته ګرځي (خپلو مېرمنو ته) نو پر هغه د يو مريي ازادول دي، مخکې د یو ځای کېدلو د دوی نه، په همدې خبره تاسي ته نصيحت كيږي او الله ستاسي په كړو وړو ښه خبر دى.
58:4 خو څوك چې څه نه مومي نو بيا پرله پسې دوه مياشتې روژه نيول دي، مخكې تر دې چې خپلو كې يو بل ته لاس وروړي (کوروالی وکړي). او څوك چې دا هم نشي كولاى نو بيا شپېتو مسكينانو ته خواړه وركول دي دا ددې لپاره چې تاسي پر الله او رسول يې (ښه) ايمان راوړئ. او دا د الله پولې دي. او د كافرانو لپاره دردوونکی عذاب دى.
58:5 بېشكه هغه كسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني كوي، داسې به خوار كړل شي لكه هغوى مخکېني چې خوار كړل شول او په رېښتيا چې موږ څرګند ايتونه رانازل كړي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى.
58:6 په کومه ورځ چې الله به هغوى ټول راژوندي كړي؛ نو بيا به يې په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي وو، (كوم چې) الله شمېرلي او هغوى هېر كړي وو او الله پر هر څه شاهد دى.