>

د رواد د ژباړې مرکز — 54

3:30 هغه ورځ چې هر څوك به تيار حاضر ومومي څه چې ښېګړه يې كړې وي او څه چې يې بد كړي وي، دا به خوښوي چې ارمان د ده او دغه بد (عمل) ترمنځ لرې واټن واى، او الله تاسو له خپل ځانه وېروي او الله پر بندګانو ډېر مهربان دى.

3:31 (اى پېغمبره! خلكو ته) ووايه: كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ، الله به له تاسي سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به دروبخښي هغه ډېر ښه بخښونكى او د رحمت څښتن دى.

3:32 ووايه: د الله او رسول تابعداري وکړئ نو كه یې مخ واړولو، نو بېشکه الله کافران نه خوښوي.

3:33 بېشکه الله غوره كړي دي اّدم، نوح او د ابراهيم او عمران اولاد پر ټولو خلكو[د خپلې زمانې].

3:34 دوى یو د بل اولاد وو، او الله د هر څه اورېدونكى او پوه دى.

3:35 كله چې د عمران ښځې وويل زما ربه! زما په ګېډه كې چې څه (ماشوم) دى، هغه مې تا ته نذر کړی، نو له ما يې قبول كړه، بېشكه همدا ته ښه پوه اورېدونكى يې.

3:36 بيا چې كله يې هغه ماشوم وزېږاوه؛ نو ویې وېل: زما پروردګاره! ما خو جینۍ وزېږوله او الله په هغه څه چې زېږولی یې و ښه پوه و، او هلك خو د جینۍ غوندې نه وي. او ما هغه مريم ونوموله او زه هغه او د هغې اولاد له رټلی شوي شيطان څخه ستا پناه کې درکوم.

3:37 نو د هغې رب هغه په ښه توګه قبوله كړه، او ښه روزنه ورکړه، او زكريا يې پالنه وکړه، هر کله به چې زكريا د هغې عبادتځای ته ورننوت نو د هغې سره به روزي موندله، ویې ویل ای مریمې! دا دې له کومه کړل؟ هغې به ویل: د الله له لوري، بېشکه الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي.