>

د رواد د ژباړې مرکز — 538

57:4 دى همغه دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش بره [د پاسه] شو، هغه ته معلوم دي څه چې په ځمكه كې ننوزي او څه چې ترې راوزي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه چې پكې خيژي، او چېرته چې تاسې ياست هغه درسره وي [په اعتبار د علم او د قدرت نه په اعتبار د ذات] او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه ليدونكى دى.

57:5 هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او همغه الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.

57:6 شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې او هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.

57:7 پر الله او د هغه رسول ايمان راوړئ او له هغه څه لګښت وكړئ چې تاسي يې پكې (د پخوانيو) ځاى ناستي ګرځولي ياست، نو له تاسي چې كومو خلكو ايمان راوړ او لګښت يې وكړ، د هغوى لپاره ستره بدله ده.

57:8 څه عذر دی ستاسو چې ایمان نه راوړئ؟ حال دا چې (په خپله) رسول تاسي ته بلنه دركوي چې په خپل پالونکي مو ايمان راوړئ او كه تاسي ايمان راوړونكي ياست نو هغه خو در څخه كلک لوز هم اخيستى.

57:9 (الله) همغه دى چې پر خپل بنده څرګند آيتونه نازلوي چې تاسي له تيارو څخه رڼا ته را وباسي او بېشكه الله پر تاسي نرمي كوونكی مهربان دی.

57:10 او تاسي ولې د الله په لار كې لګښت نه كوئ؟ حال دا چې د آسمانونو او ځمكې ميراث الله لره دى په تاسو كې چې له فتح (مكې) مخکې چا لګښت كړى او جنګېدلي هغه له نورو سره برابر نه دي، هغوى په مرتبه كې له هغو خلكو ډېر لوى دي چې وروسته (له فتح مكې) يې لګښت كړى او جنګيدلي، البته د ښېګڼې ژمنه الله له ټولو سره كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه خبر دى.

57:11 څوك دى هغه چې الله ته په ښه ډول قرض وركړي چې بيا يې (الله) ورته زيات كړي او هغه ته به ډېر غوره اجر وي؟