>

د رواد د ژباړې مرکز — 537

56:77 چې پرته له شکه دا يو عزتمن قرآن دى.

56:78 چې په يو پټ ساتل شوي كتاب كې دى.

56:79 هغه ته پرته له ډېرو پاکو بل څوك لاس نه وروړي.

56:80 د رب العالمين له خوا نازل شوى دى.

56:81 آيا نو تاسي د دې خبرى (قرآن) سپک ګڼونكي ياست؟

56:82 او (يوازې دا خبره) خپله برخه ګرځوئ چې درواغ يې ګڼئ.

56:83 نو ولې هغه وخت چې (روح) مرۍ ته ورسيږي.

56:84 او تاسي هغه وخت (په سترګو) ګورئ.

56:85 او موږ له تاسي زيات ورنېږدې يو خو تاسي نه وينئ.

56:86 نو كه تاسي ته جزا نه دركول كيږي.

56:87 ولې (هغه روح) نه راستنوئ كه تاسي رښتيني ياست.

56:88 نو بيا كه چېرې هغه (الله ته) له نېږدې كړى شوو څخه وي.

56:89 نو هوسايي، ښه روزي او نعمتونو والا جنت دى.

56:90 او كه هغه له ښي لاس والا كسانو څخه وي.

56:91 نو (بيا هم) تاته سلامتي ده چې د ښي لاس والا خلكو څخه يې.

56:92 خو كه چېرې له درواغ ګڼونكو لار وركو څخه وي.

56:93 نو (هغه ته) د خوټېدونكو اوبو مېلمستيا ده.

56:94 او دوزخ ته ورننه اېستل دي.

56:95 يقيناً همدا حق او يقيني ده.

56:96 د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.

57:1 څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي الله لره پاکي بيانوي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

57:2 هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه په هر څه ځواکمن دى.

57:3 هغه لومړنی، وروستى، ښكاره او پټ دى او همغه په هر څه ښه پوه دى.