>

د رواد د ژباړې مرکز — 536

56:51 بيا به هرومرو تاسي اې لار وركو درواغ ګڼونكو!

56:52 هرومرو د زقوم له ونې خوراک كوونكي ياست.

56:53 او له هغې به د خپلو ګېډو ډكوونكي ياست.

56:54 بيا به پر هغه (خوراک) د خوټېدونكو اوبو څښونكي ياست.

56:55 او څښونكي هم د تږو اوښانو غوندي څښاک.

56:56 د قيامت په ورځ د هغوى مېلمستيا همدغه ده!

56:57 تاسي (ټول) خو موږ راپيدا كړئ نو ولې باور نه كوئ؟

56:58 آيا هغه مني ته مو پام كړئ چې تاسي يې څڅوئ؟

56:59 آيا تاسي يې پيدا كوئ، كه موږ پيدا كوونكي يو؟

56:60 (همدا) موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاكلى او موږ له دې څخه عاجز كېدونكي نه يو.

56:61 چې ستاسو غوندې نور خلک به مو په بدل كې راولو او تاسي به له سره په داسې حالت پيدا كړو چې تاسي نه پرې پوهېږئ.

56:62 او پرته له شکه تاسو ته خو لومړنی پيدايښت معلوم دى، نو ولې عبرت نه اخلئ؟

56:63 آيا نو د هغه څه خبر به راكړئ چې تاسي يې كرئ؟

56:64 آيا تاسي يې راشنه كوئ كه موږ يې زرغونوونكي يو؟

56:65 كه موږ وغواړو هرومرو به هغه وچ ټوټه ټوټه كړو بيا به (ټوله ورځ) تعجب سره خبرې كوئ.

56:66 چې بېشكه موږ تاواني شولو.

56:67 بلكې موږ بيخې بې برخې يو.

56:68 آيا هغه اوبه مو ليدلې چې (تل) يې تاسو څښئ؟

56:69 آيا هغه تاسي له ورېځو راتويې كړې دي كه موږ يې را وروونكي يو؟

56:70 كه موږ وغواړو هغه به تروې ترخې كړو نو ولې شكر نه باسئ؟

56:71 آيا هغه اور ته مو كتلي چې تاسي يې بلوئ؟

56:72 آيا تاسي يې ونه راپيدا كړې ده كه موږ يې پيدا كوونكي يو؟

56:73 هغه خو موږ عبرت او د مسافرو لپاره ګټوره ګرځولې ده.

56:74 نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.

56:75 نو زه د ستورو د پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم.

56:76 او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دى.