د رواد د ژباړې مرکز — 535
56:17 تل (پاتې) هلكان به ورباندې ګرځي راګرځي.
56:18 له ګيلاسونو او كوزو سره، او د روانو (بهېدونكو شرابو) له جامونو سره.
56:19 چې نه ترې سر خوږى كيږي او نه بې هوښه كيږي.
56:20 او مېوې، له هغو نه چې هغوى يې خوښوي.
56:21 او د مرغانو غوښې، كومې چې زړه يې غواړي.
56:22 او د غټو سترګو والا حورې.
56:23 لكه د پټو ساتل شوو ملغرو غوندې.
56:24 د دوى د هغو عملونو په بدله كې چې كول يې.
56:25 نه به چټيات پكې اوري او نه د ګناه څه خبره.
56:26 پرته له سلام، سلام ويلو.
56:27 او د ښي لاس والا خلک! څومره ښه دي ښي لاس والا خلک!
56:28 په بې اغزيو بېرو كې به وي.
56:29 او له بېخه تر سره په ډكو ډكو كيلو كې به وي.
56:30 او په اوږده غځېدلي سيوري كې به وي.
56:31 او را تويېدونكو اوبو كې به وي.
56:32 او ډېرو مېوو كې.
56:33 چې نه ختمېدونكې او نه ترې ايسارېدونكې دي.
56:34 او اوچتو فرشو كې به وي.
56:35 بېشکه موږ هغه (حورې) په يو ځانګړي پيدايښت سره پيدا كړې دي.
56:36 او هغوى مو (تل) پېغلې ګرځولې دي.
56:37 .(مېړونو ته) ګرانې همزولې
56:38 د ښي لاس والا خلكو لپاره.
56:39 یوه لويه ډله له مخکېنيو څخه.
56:40 او بله لويه ډله له وروستنيو خلكو څخه.
56:41 او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
56:42 په توده هوا او خوټېدلو اوبو كې.
56:43 او د تور لوګي په سيوري كې به وي.
56:44 چې نه به سوړ وي او نه عزت راحت والا.
56:45 بېشكه هغوى له دې مخکې نازولي خوشاله وو.
56:46 او پر لويه ګناه (كفر) به يې ټينګار كولو.
56:47 او هغوى به ويل: آيا كله چې مړه شو او خاورې هډوكې يو نو آيا بيا به راپورته كېدونكي يو؟
56:48 آيا زموږ مخکني پلرونه هم؟
56:49 ورته ووايه: بېشكه مخکني او وروستني (ټول).
56:50 هرومرو د يوې ټاكلې ورځې وخت ته را يو ځاى كېدونكي دي.